له حقانی ترهګری ډلګۍ د آمریکا پر ملاتړ د پاکستان ټاپه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56913-له_حقانی_ترهګری_ډلګۍ_د_آمریکا_پر_ملاتړ_د_پاکستان_ټاپه
د پاکستان خارجه وزیر ایشوا کړی چې په لسګونو کلونه کیږی چې آمریکا د حقانی ترهګرې ډلګۍ پوځی او مالی ملاتړ کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2017 10:58 Asia/Kabul
  • له حقانی ترهګری ډلګۍ د آمریکا پر ملاتړ د پاکستان ټاپه

د پاکستان خارجه وزیر ایشوا کړی چې په لسګونو کلونه کیږی چې آمریکا د حقانی ترهګرې ډلګۍ پوځی او مالی ملاتړ کوی.

د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې،خواجه محمدآصف نن په اسلام آباد کښې وویل:حقانی ترهګره ډلګۍ چې پاکستان ترې په ملاتړ تورن شوی،کابو پینځه ویشت کلونه کیږی چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی ملاتړ لری.

هغه زیاته کړه:واشنګټن د اسلام آباد د باور وړ دوست نه دی او ریښتونوالی نه لری او دا موضوع ټولو ته ثابته شوی ده.

د پاکستان خارجه وزیر ډاګینه کړه:آمریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې پرځای د پاکستان لپاره د ستونزو د زیاتولو په لټه کښې ده.