کراچۍ کښې شپږ ترهګر هلاک شول
Sep 29, 2017 14:05 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ترهګرو په یو مرکز باندې په حملې سره شپږ ترهګر ووژل.
له اسلام اباده د شینهوا د خبر له مخې د پاکستان د پولیسو یو لوړرتبه چارواکي نن د خبرې په اعلانولو سره وویل: د ولسي رپورټونو په اساس امنیتي ځواکونو په دغه ښار کښې د ترهګرو د شتون د خبر له ترلاسه کولو سره سم، بې له ځنډه د هغوي په پټنځي حمله وکړه.
د پاکستان د پولیسو دغه چارواکي ټینګار وکړ چې وژل شوي کسان په القاعدې او داعش ترهګرو ډلو پورې پیئلي وو.
ویل کیږي چې په وژل شویو کښې یو کس د بې پایلټه الوتکې د جوړولو مسئول و چې په پاکستان کښې یې په مختلفو ترهګرو بریدونو کښې لاس درلود.
د پاکستان پولیسو په دغو عملیاتو کښې د ترهګرو له مرکزه همداشان زیاته اندازه وسله، مهمات او چاودونکي توکي نیولي دي.
ټیګونه