په پاکستان کې د تاسوعا د ورځې مراسمو ولمانځل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57047-په_پاکستان_کې_د_تاسوعا_د_ورځې_مراسمو_ولمانځل_شول
 په پاکستان کې د اهل بیتو مینه والو د محرم د نهمې یا تاسوعا په مناسب د حضرت ابوالفضل العباس سلام  الله علیه د شهادت د عزادارۍ مراسم ولمانځل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2017 16:13 Asia/Kabul
  •  په پاکستان کې د تاسوعا د ورځې مراسمو ولمانځل شول

 په پاکستان کې د اهل بیتو مینه والو د محرم د نهمې یا تاسوعا په مناسب د حضرت ابوالفضل العباس سلام  الله علیه د شهادت د عزادارۍ مراسم ولمانځل.

 

 زمونږ د خبریال د راپور له مخې دغه مراسم د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې تر سختو امنیتي تابیاوو لاندې ولمانځل شول.

 د پاکستان په ډیرو ښارونو منجمله کراچۍ لاهور او پيښور کې موبایل  فون سروس بند دی.

  په پاکستان کې د شهیدانو د سالار امام حسین  عاشقانو  په نننۍ ورځ چې د کربلا د دښتې دساقي قمر بني هاشمو  حضرت ابوالفضل العباس  ته منسوبه ده  د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کې د عزادارۍ د دستو په جوړولو سره  د کربلا له ساقي سره خپله مینه نندارې ټه وړاندې کړه. 

د محرم په نهمه او لسمه د پاکستان ټیلي ویژني چینلونو هم د خپلو  عامو پروګرامونو په بندولو سره د امام حسین علیه السلام د شهادت   په ویر کې جوړ شوي پروګرامونه خپروي.

په پاکستان کې د محرم په نهمه او لسمه رسمي چوټي ده.