دپاکستان حکومت او حز ب ا...غورځنګ هم دبروکسل چاودنې په کلکه وغندلې
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نن په یولړ څرګندونو کې دبیلجیّم په پلازمینې بروکسل کې دنننیو زورو چاودنو په محکوم کولو سره دقربانیانو له کورنیو او د دغه هیواد له ملت سره خواخوږی ښودلې او هغوی ته ئې تسلیّت ویلی دی همداار ز دلبنان حزب ا...غورځنګ هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره دغه چاودنې محکومې کړی او ویلی ئې دی ، دغه چاو دنې په سیمې او نړۍ کې دتکفیری ترهه ګرو ډلو دخطرې دزیاتیدا نښه ده .
زمونږ خبریال راپورارکړ په دغې اعلامیې کې راغلی دی ، له ترهه ګرۍ سره مبارزه سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ او جدی او میړانې مخامخیدا ته اړتیا لری . دلبنان حز ب ا... غورځنګ همداراز دبیلجیم له ملت او دقربانیانو له کورنیو سره خپله بشپړ غږملتیا وښودله او وئیلی ئې دی ترهه ګر هیڅ دین او مذهب نه لری او هیڅ ډول انسانی ارزښتونه نه پیژنی
همداراز یو بل خبر وائی چې دبیلجیم حکومت دبروکسل په هوائی ډګر او میټرو کې له زو رو رو چاودنو وروسته دترکیې په استانبول او انقرې کې سملاسی خپل سفارت او ټولې کنسو لګرۍ دامنیتی تدبیرونو له امله تړلی دی . وروستی خبرونه ښئ چې دبروکسل په پنځو زورورو چاودنو کې کابو ۳۳کسان وژل شوی او څه دپاسه سل نور ټپیان شوی چې ویل کیږی ممکنه ده د مړو شمیر نوره هم زیات شی .