د پاکستان کویټه بیا د شیعیانو په وینو رنګينه شوه
که دپاکستان حکومتی ، قضائی ا و پوځی چارواکی هغه ترهه ګر چې د دغه هیواد په زندانو کې پراتۀ دی ، سزاکړی نو حتما به دا دنورو جنایتکارو لپاره درس شی او د دغه هیواد مظلوم ولس به ثبات او آرامښت ووینی
زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپور راکړ دپاکستان دبلوچستان صوبې په کویټه کې په کاسی روډ کې مخ پټو وسله والو کسانو چې په موټر سائیکل سوارۀوو د هزاره ګانو په یوه ګاډی په ړندو ډزو سره ئې پنځه کسان شهیدان اویو بل هم سخت ټپی کړ .
راپورښئ دپاکستان دکویټه پولیس اوامنیتی ځواک دخپل عادت په اساس له پیښې وروسته سیمه کلابند کړه او د پلټنو کار ئې په داسې حال کې پیل کړ چې له دې مخکې پولیسو وئیلی وو چې جنایتکار مخ پټی ترهه ګر له پیښې وروسته تښتیدلی دی .
دپآکستان دبلوچستان صوبې دکویټه پشمول د هیواد زیاتره سیمې د جنایتکارو ترهه ګرو په لاس ناکراره شوی او داسې کومه ورځ نشته چې د دغه هیواد مظلوم اوبې څوکه خلک دخپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړی او دا دپاکستان سیاسی ،قضائی او پوځی چارواکی دی چې پخپلو اسلامی او انسانی دندو عمل نه کوی او دپآکستان مظلوم ولس ئې دجنایتکارو ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی .
ډیری شناندی اوکارپوهان وائی که دپاکستان حکومتی ، قضائی ا و پوځی چارواکی هغه ترهه ګر چې د دغه هیواد په زندانو کې پراتۀ دی ، سزاکړی نو حتما به دا دنورو جنایتکارو لپاره درس شی او د دغه هیواد مظلوم ولس به ثبات او آرامښت ووینی خو له ترهه ګرو سره دځینو حکومتی کړیو دملګرتیااو غږملتیا له امله دپآکستان سیاسی ،قضائی او وپوځی چارواکی او اورګانونه خپله اصلی دنده نه شی ترسره کولی او په د غه هیواد کې غیر انسانی اقدامات دوام لری او مظلوم خلک دخپلو بچیانو یا دخپل ژوند دژغورنې لپاره کله غوښتنې کوی نو یوازې دوی کړول کیږی او جنایتکار ترهه ګر په آ زادۍ سره خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی