پاکستان ته دامریکا د مالی مرستو هیڅ اړتیا نشته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57719-پاکستان_ته_دامریکا_د_مالی_مرستو_هیڅ_اړتیا_نشته
زمونږخبریال راپور راکړی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل اسلام اباد مالی مرستو ته ضرورت نلری او دامریکا د دباو پرضد به ایران ، چین ، روسیه او ترکیه دپاکستان ملاتړ وکړی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 10, 2017 06:19 Asia/Kabul
  • امریکا داعش ډله افغانستان ته بیولي ده او ددغه ډلې کسان په هیلي کوپټرونو کښې ځاې پرځاې کوي .
    امریکا داعش ډله افغانستان ته بیولي ده او ددغه ډلې کسان په هیلي کوپټرونو کښې ځاې پرځاې کوي .

زمونږخبریال راپور راکړی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل اسلام اباد مالی مرستو ته ضرورت نلری او دامریکا د دباو پرضد به ایران ، چین ، روسیه او ترکیه دپاکستان ملاتړ وکړی .

هغه وویل امریکا د ترهګرۍ پرضد چې کومې مالی مرستې پاکستان ته ورکړی دی اسلام اباد دهغوې دحساب ورکولو ته تیار دی او اوس پاکستان دامریکا مالی مرستو ته هیڅ ضرورت نلری .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل اسلام اباد تل د تاوان سودا کړی ده خو اوس به داسې نه وی .

هغه وویل که چیرې امریکا په پاکستان دباو زیات کړ نو ایران ، چین، روسیه او ترکیه به له پاکستان سره ودریږی .

خواجه اصف وویل پاکستان دترهګرۍ پرضد جنګ کښې بریالیتوب ترلاسه کړی دی خوامریکا په افغانستان کښې ناکامه شوی ده او امریکا په خپلو ناکامیو د پردې د اچولو لپاره دحقانی ډلې دنوم په اخیستلو سره په پاکستان دباو اچوی .

دپاکستان خارجه وزیر وویل  دامریکا چارواکو ته مو وړاندیز کړی چي  له مونږسره استخباراتی معلومات شریک کړی یا دامریکا پوځیان دپاکستان له پوځیانو سره په هیلی کوپټرونو کښې سپاره شی او چیرې چې دحقانی ډلې غړی شته  مونږ دهغوې پرضد اقدامات وکړو .

هغه وویل امریکا په خپلو ناکامیو د پردې د اچولو لپاره دحقانی ډلې دنوم په مطرح کولو سره په پاکستان ددباو زیاتول غواړی او زیاته یې کړه دامریکا دپوځ په شتون سره داعش ډله افغانستان ته رسیدلی ده او په دریو(۳) ولایتونو کنټرول هم لری .

دپاکستان خارجه وزیر وویل داعش ډله په خپله افغانستان ته نه ده ورغلی بلکې دغه هیواد ته بیول شوی ده او امریکا باید مونږته ووایی چې داعش ډله افغانستان ته چا بوتلله او څرنګه دغه هیواد ته ورغلله .؟

دویلو ده چې امریکا داعش ډله افغانستان ته بیولی ده او ددغه ډلې کسان په هیلی کوپټرونو کښې ځاې پرځاې کوی او پوځی روزنه او وسلې هم ورکوی .