دپاکستان داهل تشیع ټولوګوندونو اوډلود:جیل بهروتحریک:بشبړملاتړوکړ
په دغې غونډې کې ویناوالوپه ډاګه کړې په دغه غورځنګ کې ټول ملی ګوندونه او ډلې به په یوه خوله حکومتی ادارو ته دا وښئ چې نور دخپلو بچیانو بې درکی نشی زغملی او که د غه بې درکه شوی په زرګونو مومنان حکومتی ادارې راڅرګند نه کړی ،نو دحالاتو دخرابیدو ټوله مسئولیّت به ئې د مرکزی اوصوبائی حکومتونو وی او بیا به ئې حالاتو کنټرولول هم له لاسه وتلی وی .
زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپور راکړ نن د پاکستان په کراچۍ کې د اهل تشیّع د مسینګ پرسنتز زلیز کمیټې یا دبې درکه شویو کسانو د آزادونکی کمیټې په مشرۍ د :آل شیعه پارټیز کنفنرانس وشو چې په هغه کې ټولو شیعه ګوندونو او ډلو د دغه جیل بهرو تحریک د جاری ساتلو اعلان وکړ.
په دغه کنفرانس کې دمجلس وحدت مسلمین غورځنک دعمومی منشی مرستیال علامه احمد اقبال رضوی ، دآل پاکستان شیعه ایکشن کمیټې مرکزی مسئول علامه مرزا یوسف حسین ، د شهیدانو دچغې دغورځنګ مشر اوپخوانی سنیټر فیصل رضا عابدی ، دامامیه عالمانو او دجوماتونو دامامانو دټولنې مشر علامه باقر عباس زیدی ، دامامیه سټوډینټس آرګنایزیش دمرکزی نظارت غړی علامه ډاکټر عقیل موسی د شیعه علما کونسل دسند صوبې نایب مشر علامه جعفر سبحانی دغه راز حسین صغیر عابدی ، دامامیه ذاکرانو دټولنې مشر علامه نثار قلندری او نورو په لسګونو فعالانو او کارکنانو پکې ګډون درلود. دوی په یوه خوله وپتیاله چې دجیل بهرو تحریک دکامیابولو لپاره به شپه اوورځ یوه کړی او د خپلو بې درکه شویو بچیانو د آزادیدو اویا د هغوی دمعلومولو پورې به دغه غورځنګ ته دوام ورکړی او که بیا هم د پاکستان حکومت قضایه ادارې اوپوځی اورګانونه په خود کې نشی ، نو دغه غورځنګ به درست پاکستان ته وغزوی .
په دغې غونډې کې ویناوالوپه ډاګه کړې په دغه غورځنګ کې ټول ملی ګوندونه او ډلې به په یوه خوله حکومتی ادارو ته دا وښئ چې نور دخپلو بچیانو بې درکی نشی زغملی او که د غه بې درکه شوی په زرګونو مومنان حکومتی ادارې راڅرګند نه کړی ،نو دحالاتو دخرابیدو ټوله مسئولیّت به ئې د مرکزی اوصوبائی حکومتونو وی او بیا به ئې حالاتو کنټرولول هم له لاسه وتلی وی . دوی دغه راز روښانه کړې ، دوی ته یعنی اهل تشیَع ته دې له پاکستان سره دمینې سزا ورکول کیږی او دهغوی کسان له کوم دلیل اوجرم پرته له کورونو تښتول کیږی او له تیرو کابو پنځلسو میاشتو راهسې په پاکستان کې د په زرګونو کسان حکومتی امنیتی او استخباراتی ادارو تښتولی اوتر دې دمه ئې هیڅ برخلیک نه معلومیږی . دوی دغه راز پر حکومت غږ کړی ،دوی ته دې دتښتول شویو دینی عالمانو ډاکټرانو او عامو خلکو جرمونه وښودل شی اویا دې سملاسی خوشی شی څو دهغوی ا ندیښمنې کورنۍ آرامښت سره ژوند وکړی .
دوی دغه راز ګواښ کړی چې تر راتلونکی جمعې ورځې پورې دهغوی په حقه غوښتنې ونه منل شی ،نو دیو شمیر دینی عالمانو په مشرۍ به یوه ډله ځوانان دجیل بهرو تحریک په دوام کې ګرفتارۍ وړاندې کړی او له دې وروسته به هم دغه غورځنګ ته دوام ورکړی.
راپوروونه ښئ دپاکستان په زیاتره ښارونو په تیره بیا په کراچۍ بندری ښار کې په زرګونو کسانو د جیل بهرو تحریک دغړیتوب او دګرفتاریانو دوړاندې کولو لپاره نامې ثبت کړی دی