دافغانستان او دپاکستان تجارتی غونډه لغوه شوه
-
دافغانستان او دپاکستان ترمینځ د موافقې پراساس دافغانستان ټرکونو ته اجازه شته چې دواګه سرحد له لارې هندوستان ته شیان یوسي .
زمونږخبریال وایی دافغانستان حکومت د پاکستان او دافغانستان د ټرانزیټی تجارت د غږملتیا د ادارې (APTTCA)غونډه په یواړخیزه ډول لغوه کړه .
دغه اداره دپاکستان او دافغانستان ترمینځ دټرانزیټ دتړون په ښه ډول اجرا کښې د موجودو خنډونو او دمشکلاتو د حل لپاره جوړه شوی ده .
دپاکستان او د افغانستان ترمینځ دترانزیټی تجارت دخبرو اترو لغوه کیدل ددواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت د کمیدا نښه ده .
په تیر کال کښې افغانستان ته دپاکستان دشیانو صادریدل د بیلابیلو دلایلو په وجه اوه ویشت(۲۷) فیصده کم شوی وو .
د افغانستان دسوداګرۍ وزارت په کابل کښې د دواړو هیوادونو دټرانزیټی تجارت د غږملتیا د ادارې د غونډې د ځنډولو له فیصلې په کابل کښې دپاکستان سفارت خبر کړی دی .
ددغه غونډې د ځنډیدا علت دکابل له هغه غوښتنې سره تړاو لری چې وایی په دوه اړخیزه او درې اړخیزه تجارتی موافقو کښې باید هندوستان هم شامل کړې شی .
کابل غواړی چې دپاکستان ، افغانستان او دتاجکستان ترمینځ په درې اړخیزه تجارتی موافقې کښې هندوستان هم باید شامل کړې شی .
افغانستان غواړی چې دهندوستان بازارونو ته او دغه راز د واګه سرحد له لارې دجنوبی اسیا د اتحادیې دغړیو هیوادونو غړیو ته هم لاسرسی ولری .
دافغانستان او دپاکستان ترمینځ د موافقې پراساس دافغانستان ټرکونو ته اجازه شته چې دواګه سرحد له لارې هندوستان ته شیان یوسی خو ټرکونه اجازه نلری کابل ته د هندوستان شیان یوسی .