دمسلم لیګ دنواز څانګې ایجنډه دپاکستان تباه کول دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57833-دمسلم_لیګ_دنواز_څانګې_ایجنډه_دپاکستان_تباه_کول_دی
زمونږخبریال وایی د پاکستان د عوامی مسلم لیګ مشر شیخ رشید وویل د مسلم لیګ دنوازشریف څانګې ایجنډه د لیبیا ، عراق او دسوریې په شان دپاکستان تباه کول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2017 10:55 Asia/Kabul
  •  پاکستان کښې سخت اقتصادي کړکیچ راتلونکی دی او اوس واټونو ته له راوتلو پرته بلکه لاره نشته .
    پاکستان کښې سخت اقتصادي کړکیچ راتلونکی دی او اوس واټونو ته له راوتلو پرته بلکه لاره نشته .

زمونږخبریال وایی د پاکستان د عوامی مسلم لیګ مشر شیخ رشید وویل د مسلم لیګ دنوازشریف څانګې ایجنډه د لیبیا ، عراق او دسوریې په شان دپاکستان تباه کول دی .

هغه خبریالانو ته وویل د سترې محکمې لخوا له فیصلې وروسته مسلم لیګ نوازشریف څانګې دیوه سړی (پخوانی لومړی وزیر نوازشریف )د بچولو لپاره قانون جوړ کړ او زیاته یې کړه په هیواد کښې سخت اقتصادی کړکیچ راتلونکی دی او اوس واټونو ته له راوتلو پرته بلکه لاره نشته او  تر راتلونکی جمعې پورې به کومه فیصله اعلان کړو .

د پاکستان دعوامی مسلم لیګ مشر شیخ رشید وویل دحکومت ایجنډه د لیبیا ، عراق او سوریې په شان دپاکستان تباه کول دی چې یو(۱) مثال یې په ملی ولسی جرګې کښې د  کپتان صفدر په خبرو کښې لیدلی شو  ځکه چې ټول قوم له پوځ او محکمې سره ولاړ دی او مسلم لیګ نوازشریف څانګه دجمهوریت  تباه کول او ناکامول غواړی خو دوې به په خپل مقصد کښې ناکامه شی .