ایران اوپاکستان دوه اړخیزې دفاعی او پوځی ملګرتیاوې لاپراخولی شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57889-ایران_اوپاکستان_دوه_اړخیزې_دفاعی_او_پوځی_ملګرتیاوې_لاپراخولی_شی
په پاکستان کې داسلامی ایران سفیر مهدی هنردوست پرون دپاکستان له دفاع وزیر خرم دستګیر خان سره په کتنې کې د دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا کې د دواړو هیوادونو د ظرفیّتونو په بیانولو سره هیله ښودلې ، څو دهغه دمسئولیّت په پړاؤ کې د دفاعی ملګرتیاؤ پشمول په بیلابیلو زمینو کې دایران اوپاکستان اړیکې لازیاتې پراخې او پیاوړی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2017 03:19 Asia/Kabul
  •  ایران اوپاکستان دوه اړخیزې دفاعی او پوځی ملګرتیاوې لاپراخولی شی

په پاکستان کې داسلامی ایران سفیر مهدی هنردوست پرون دپاکستان له دفاع وزیر خرم دستګیر خان سره په کتنې کې د دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا کې د دواړو هیوادونو د ظرفیّتونو په بیانولو سره هیله ښودلې ، څو دهغه دمسئولیّت په پړاؤ کې د دفاعی ملګرتیاؤ پشمول په بیلابیلو زمینو کې دایران اوپاکستان اړیکې لازیاتې پراخې او پیاوړی شی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړی مهدی هنر دوست  همدرااز  دپاکستان ددفاع وزیر په توګه  د خرم دستګیر خان  په منصوبیدا   دمبارکۍ په وئیلو سره  هغه ته دایران ددفاع وزیر   سردار تورن جنرال امیر  حاتمی  دمبارکۍ پیغام  هم ورساوه.

 دپآکستان  دفاع وزیر خرم دستګیر خان هم  په دغې کتنې کې   دتهران او اسلام اباد ترمینځ   دمناسباتو دپراختیا  اوژورتیا  ، دسرحدی  ملګرتیاؤ په زیاتیدا اودسیمه ایزو موضوعګانو په باب  دنظرونو دتبادلو اومشورو په  اهمیّت اوضرورت  ټینګار وکړ . 

 ایران   له پآکستان سره  څه دپاسه نهه سوه کلومیټر  ګډه پوله لری  او میرجاوه  اوتفتان   لارې ، د دواړو هیوادونو  د سترې سرحدی   لارې په توګه   تعریف شوی ده .