دپاکستان څلور حکومتی عسکر ووژل شول .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58119-دپاکستان_څلور_حکومتی_عسکر_ووژل_شول_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دکرمې ایجنسۍ قبایلی سیمې د مرکز پاره چنار په خوا کښې په خرلاچی سرحدی کلی کښې نن په دریو(۳) ماین چاودنو کښې څلور(۴) حکومتی عسکر ووژل شول چې یو پکښې کپتان هم شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2017 09:45 Asia/Kabul
  • دپاکستان په کرمې ایجنسۍ کښې په سرحدي سیمو کښې ډیرې ترهګرې ډلې په تیره بیا  حقاني ، طالبان وغیره فعالیتونه کوي .
    دپاکستان په کرمې ایجنسۍ کښې په سرحدي سیمو کښې ډیرې ترهګرې ډلې په تیره بیا حقاني ، طالبان وغیره فعالیتونه کوي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دکرمې ایجنسۍ قبایلی سیمې د مرکز پاره چنار په خوا کښې په خرلاچی سرحدی کلی کښې نن په دریو(۳) ماین چاودنو کښې څلور(۴) حکومتی عسکر ووژل شول چې یو پکښې کپتان هم شته .

په دغو ماین چاودنو کښې درې(۳) نور کسان ژوبل هم شوی دی .

وژل شوی کسان کپتان حسنین  سپاهی  قادر ، سپاه جمعه ګل وغیره نومیږی .

ژوبل شوی کسان نائیک انور ، سپاهی ظاهر او لانس نائیک شیر افضل نومیږی او د درملنې لپاره دپاره چنار  روغتون ته وړل شوی دی .

د پاکستان دحکومتی ملیشا ځواک وژل شوی او ژوبل شوی حکومتی عسکر دهغه ډلې غړی دی چې د کاناډا خبریال ، دهغه میرمنه او ماشومان یې له ترمته ګرو خوشی کړی وو .

دپاکستان طالبانو ډلې د ماین چاودنو او دحکومتی عسکرو د وژلې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .

دپاکستان په کرمې ایجنسۍ کښې په سرحدی سیمو کښې ډیرې ترهګرې ډلې په تیره بیا  حقانی ، طالبان وغیره فعالیتونه کوی او خلک تښتوی او دپیسو په بدل کښې یې راخلاصوی .