پاکستان د امریکی د بی پیلوټه الوتکو حملی وغندلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58283-پاکستان_د_امریکی_د_بی_پیلوټه_الوتکو_حملی_وغندلی
د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار، د دغه هیواد او افغانستان پولو ته څیرمه د امریکایی بی پیلوټه الوتکو حملې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2017 10:11 Asia/Kabul
  • پاکستان د امریکی د بی پیلوټه الوتکو حملی وغندلی

د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار، د دغه هیواد او افغانستان پولو ته څیرمه د امریکایی بی پیلوټه الوتکو حملې وغندلې.

په تیرو ۲۴ ؤ ساعتونو کی د پاکستان او افغانستان پولې ته څیرمه؛ د کورم ایجنسۍ په سیمې باندی د امریکی د بی پیلوټه الوتکو په دریو حملو کی، په لس ګونه کسان ووژل شول.

زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار«مصدق ملک»، نن چهارشنبه په اسلام آباد کی وویل: د امریکایی بی پیلوټه الوتکو حملی؛ د پاکستان ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته زیان رسوی.  

نوموړی زیاته کړه: اسلام آباد باوری دئ؛ چی د امریکایی ډرون الوتکو حملې، د نړیوالو قوانینو په خلاف دی.

پاکستانی مقامونه؛ دا ډول حملی پخپلو کورنیو چارو کی مداخله، ځمکنۍ بشپړتیا ته بی پروایی او د ملی حاکمیت نقضول ګنی. سره له دې حاله امریکا خپلو دغو هوایی حملو ته دوام ورکوی.