په پاکستان کښې د حسینی څلوېښتۍ د زائرینو مشکلات
د پاکستان د بلوچستان صوبې علماو کربلا ته د سفرلپاره د حسینی څلوېښتۍ د زائرینو د مشکلاتو د هواری غوښتنه وکړه.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د علامه هاشم موسوی او علامه محمد جمعه اسدی په شمول د پاکستان د بلوچستان صوبې ځینو علماو له حکومته وغوښتل چې زر تر زره دې د حضرت امام حسین (ع) د اربعین یا څلوېښتۍ د زائرینو مسائل حل کړی چې هغوی په کربلا کښې د اربعین په مراسمو کښې ګډون وکړې شی.
دغوعلماو پرون د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه کښې په یو اخباری کانفرنس کښې وویل: د حسینی زائرینو شپږ سوه بسونه د اربعین په مراسمو کښې د ګډون لپاره له کوئټې ښار نه د ایران لوری ته روان وو چې د پاکستان حکومت یې په امنیتی بهانه مخه ونیوه او یوازې یونیم سل بسونو ته یې د تلو اجازه ورکړې ده.
هغوی د پاکستان چارواکو ته خبردارے ورکړ چې که زائرین په م موقع کربلا ته ونه رسېدل نو حکومت به یې ذمه وار وی او خلق به په مظاهرو لاس پورې کړی.لږ تر لږه پنځوس زره پاکستانی زائرینو په کربلا کښې د حسینی څلوېښتۍ یا اربعین په مراسمو کښې د ګډون لپاره نومونه لیکلی دی.د صفرې د میاشتې شلمه نېټه د کربلا په دشته کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت امام حسین (ع) او د هغوی د ملګرو د شهادت څلوېښتی ده چې له ټولې نړۍ څخه په میلینونو مسلمانان او حتی د نورو دینونو او مذهبونو پېروکار هم په دغو مراسمو کښې د ګډون لپاره عراق ته ځی.