دافغانستان په ننګرهار کې دپاکستان یو ډیپلوماټ ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58992-دافغانستان_په_ننګرهار_کې_دپاکستان_یو_ډیپلوماټ_ووژل_شو
دافغانستان دننګرهار دوالی ویندوی عطاا... خوګیاڼی هم په دې باب وئیلی دی ، دپاکستان دکونسلګرۍ دغه ډیپلوماټ په جلال آباد کې د دوو موټر سائیکل سوارو له خوا په ډزو وژل شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 07, 2017 04:16 Asia/Kabul
  • دافغانستان په ننګرهار کې دپاکستان یو ډیپلوماټ ووژل شو

دافغانستان دننګرهار دوالی ویندوی عطاا... خوګیاڼی هم په دې باب وئیلی دی ، دپاکستان دکونسلګرۍ دغه ډیپلوماټ په جلال آباد کې د دوو موټر سائیکل سوارو له خوا په ډزو وژل شوی دی .

ایرنا خبری  آژانس راپورورکړی    دافغانستان  په  ننګرهار کې د پاکستان په کنسولګرۍ کې  یو ډیپلوماټ نیّر اقبال   پرون ماښام  د ناپیژاندو کسانو په لاس  په داسې وخت کې  چې له لمانځه وروسته کور ته روان وو په ډزو  وواژۀ. 

  دا په داسې حال کې ډی چې  دافغانستان دننګرهار  دوالی ویندوی  عطاا... خوګیاڼی   هم په دې باب وئیلی دی ،   دپاکستان  دکونسلګرۍ دغه ډیپلوماټ   په جلال آباد کې د  دوو موټر سائیکل سوارو  له خوا  په ډزو  وژل شوی دی .

 وئیل کیږی   د دغه  وژل شوی ډیپلوماټ  مړی  د ارزونې او آزموینو لپاره  په جلال آباد کې روغتون ته منتقل شوی دی .  داپه داسې حال کې دی چې  په اسلام ا باد کې   دافغانتسان دسفارت  سلایار  په دې اړه دپآکستان دسخت اعتراض    په  دوام کې  خارجه وزارت ته غوښتل شوی او   له هغه غوښتل شوی  دکابل حکومت ته دې  ورسوی چې د  پاکستان د ډیپلوماټانو دامنیت تامینول ئې په غاړه دی او په دې باب دې  دپاکستان  حکومت ته ځواب ورکړی .

نیّر  اقبال  دپاکستان د سیالکوټ اوسیدونکی ؤ  او  په ننګرهار کې ئې د پآکستان د کونسلګرۍ د  وویزو دصادرونکی برخې   ډیپلوماټ ؤ .