قهریدلو مظاهره چیانو د قانون د وزیر په کور حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59849-قهریدلو_مظاهره_چیانو_د_قانون_د_وزیر_په_کور_حمله_وکړه
د پاکستان د پلازمینې په فیض آباد سیمه کښې د مظاهره چیانو خلاف د پولیسو او امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته قهریدلو خلکو د وفاقي وزیرِ قانون زاهد حامد په کور او همداشان په پارلیمان کښې د واکمن ګوند د غړي جاوید لطیف په حجرې باندې حمله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2017 15:34 Asia/Kabul
  • قهریدلو مظاهره چیانو د قانون د وزیر په کور حمله وکړه

د پاکستان د پلازمینې په فیض آباد سیمه کښې د مظاهره چیانو خلاف د پولیسو او امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته قهریدلو خلکو د وفاقي وزیرِ قانون زاهد حامد په کور او همداشان په پارلیمان کښې د واکمن ګوند د غړي جاوید لطیف په حجرې باندې حمله وکړه.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پسرور ښار په ککی زئ سیمه کښې قهریدلو خلکو د قانون د وزیر په کور حمله وکړه، کور ته دننه شول او سامانونه یې مات کړل خو له نیکه مرغه زاهد حامد او د هغه کورنۍ په کور کښې نه وو.

له بلې خوا په شیخوپوره کښې هم د مسلم لیګ نواز ګوند د ایم، این، ای په کور باندې وسله والو کسانو برید کړی دی. جاوید لطیف په دې هکله ویلي چې له بریدګرو سره په نښته کښې د ده پنځه کسان زخمي شوي دي.

پولیس وايي چې د جاوید لطیف په کور حمله نه ده شوې بلکې د قومي اسمبلۍ دغه غړی له مظاهره چیانو سره د خبرواترو لپاره ورغلی و چې خبره ورانه شوه او اخ و ډب رامینځته شو خو پولیسو دی خوندي کړ او روغ رمټ یې کور ته ورسوه. په دې منځومان کښې د مظاهرو چیانو له لاسه یو پولیس افسر زخمی شوی دی.