پاکستان د خصوصي ټي وي چینلونو خپرونې بندې کړې
پاکستان د دغه هیواد د پرائیوټ ټیلیویژني چینلونو د خپریدو او همداشان د ټولنیزو ویب سایټونو د بندولو حکم ورکړی دی.
د پاکستان د خصوصي ټیلیویژني چینلونو د پروګرامونو د خپریدو د بندیز حکم د پيغمبر اکرم(ص) د ختم نبوت د سوګند د قانون په لرې کیدو او د دغه هیواد د قانون په وزیر باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د معترضانو د ځپلو په موخه د پولیسو د عملیاتو په وجه صادر شوی دی.
نن د اسلام آباد او راولپنډۍ په مینځ کښې په فیض آباد سیمه کښې د روانیو پرلتیو په شلمه ورځ معترضو کسانو ته د پاکستان د حکومت د ورکړي مهلت په ختمیدو سره په هغوي د امنیتي ځواکونو حمله د دواړو خواو ترمینځ په نښتې بدله شوه.
په دغه نښته کښې یو معترض کس او یو پولیس وژل شوي، ۲۰۰ معترضین او ۵۶ پولیس زخمي شوي او ۳۰۰ کسان هم پولیسو نیولي دي.
مظاهره چیان چې مخکښې یې یوازې د پاکستان د قانون د وفاقي وزیر زاهد حامد د استعفا غوښتنه کوله اوس وايي چې د پاکستان د حکومت ټوله کابینه باید څنګته شي.
د اسلام اباد په مظاهره چیانو باندې د پولیسو د حملې او تشدد په ځواب کښې د (تحریک لبیک یا رسول ا....) پلویانو د پاکستان په نورو ډیرو ښارونو کښې هم پراخې مظاهرې پيل کړې دي او په لاهور کښې یې زیاتره کاروباري او دولتي ادارې او همداشان د اورګاډي پټلۍ او د میټرو بس سروس بند کړی دی.
حکومت هم د ټيلیويژني چینلونو لخوا د نښتو د ژوندۍ خپرونې پر بندولو سربیره د هیواد په زیاترو سیمو کښې ټولنیز ویب سایټونه لکه فیس بک، ټویټر او یوټیوب وغیره هم بند کړي دي.
خو په عین حال کښې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د مظاهره چیانو خلاف د روانو عملیاتو په دوران کښې یوځل بیا حکومتي ټيلیویژن ته په یوه مرکه کښې معترضانو ته د خبرواترو وړاندیز وکړ او ویې ویل چې حکومت د حضرت محمد مصطفی(ص) د ختم نبوت د عقیدې ساتونکی دی.
یاده دې وي چې د پارلیمان د غړیتوب لپاره له موجود فارم څخه د ختم نبوت د سوګند په ختمیدو باندې د خلکو له اعتراض وروسته حکومت دغه شرط بیا په فارم کښې شامل کړی و او بخښنه یې غوښتې وه خو پرلت وهونکو بیاهم د قانون د وزیر په استعفا ټینګار درلود.