په لاهورکې هم پرلتۍ وهونکود قانون دصوبائی وزیر دڅنګةکیدو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60051-په_لاهورکې_هم_پرلتۍ_وهونکود_قانون_دصوبائی_وزیر_دڅنګةکیدو_غوښتنه_وکړه
دپنجاب صوبې دغه وزیر ثناء ا... له ترهه ګرو اوجنایتکارو ډلو سره هم نزدې اړیکې لری او داسې ډیر ثبتونه شته چې ښئ دغه صوبائی وزیر چې د ټګ اولیرې کړائ شوی لومړی وزیر نواز شریف له کورنۍ سره نزدې اړیکې لری ، په دغو ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو په جنایتونو کې ورسره ملګرتیا کوی او دهغوی په ضد له هرډول اقداماتو ډډه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2017 11:21 Asia/Kabul
  • په لاهورکې هم پرلتۍ وهونکود قانون دصوبائی وزیر دڅنګةکیدو غوښتنه وکړه

دپنجاب صوبې دغه وزیر ثناء ا... له ترهه ګرو اوجنایتکارو ډلو سره هم نزدې اړیکې لری او داسې ډیر ثبتونه شته چې ښئ دغه صوبائی وزیر چې د ټګ اولیرې کړائ شوی لومړی وزیر نواز شریف له کورنۍ سره نزدې اړیکې لری ، په دغو ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو په جنایتونو کې ورسره ملګرتیا کوی او دهغوی په ضد له هرډول اقداماتو ډډه کوی .

د سحر اردو ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ   دپاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کې  په زرګونو خلکو د قانونی چارو د صوبائی  وزیر رانا ثناءا....  دلیرې کولو  په موخې سره خپلو پرلتۍ  وهنو ته هماغه راز دوام ورکړی دی .

  راپورښئ  په لاهور کې پرلتۍ وهونکو  خبرداری ورکړی ، ترڅو چې  دپنجاب صوبې دقانونی چارو صوبائی وزیر  خپل کار  ته دوام ورکوی دوی به هم  پرلتۍ وهنې ته دوام ورکړی .

 راپورونه ښئ  دپاکستان امنیتی ځواک   په لاهور کې دپرلتۍ وهونکو  ګیرچاپیره ګیره تنګه  کړې ده .

  دوی  وائی  رانا ثناءا....   د پرلتۍ وهونکو په ضد دعملیاتو حکم صادر کړی  ؤ .

 په پاکستان کې د :لبیک یارسول ا...: غورځنګ   دپاکستان  دپارلیمان  دکاندیدانو او استازو  دسوګند پورته  کولو په فارم کې  داسلام دګران پیغمبر  دختم نبوت  باندې  دسوګند دقانون  په حذفیدو په اعتراض  کې په اسلام اباد کې تر ۲۳ ورځو پورې پرلتۍ ووهلې  اوبلاخره ئې هم د پآکستان دمرکزی حکومت دقانون وزیر  زاهد حامد مجبوره کړ څو  له خپلې دندې استعفی ورکړی  چې په دې سره ئې   خپلې پرلتۍ وهنې   هم پای ته ورسولې  خو  په لاهور ښار کې  پرلتۍ وهونکو  دخپل  اعتراض  ختمیدا  د قانونی چارو دصوبائی وزیر رانا ثناءا.....   له استعفی سره  مشروط کړی دی.

 داپه داسې حال کې دی چې   پر دې سربیره  دپنجاب صوبې  دغه  وزیر ثناء ا...  له ترهه ګرو اوجنایتکارو ډلو سره هم نزدې اړیکې لری او  داسې ډیر ثبتونه شته چې ښئ   دغه صوبائی وزیر چې د ټګ اولیرې کړائ شوی لومړی وزیر  نواز شریف له کورنۍ سره نزدې اړیکې  لری ، په دغو  ترهه ګرو او جنایتکارو  ډلو  په  جنایتونو کې ورسره ملګرتیا کوی  او دهغوی  په ضد له هرډول اقداماتو ډډه کوی .