دایران په کنسولګرۍ کښې دجشن مراسم وشول
-
اهل سنت د ربیع الاول دمیاشتې دولسمه(۱۲) او شیعه مسلمانان د ربیع الاول دمیاشتې اولسمه(۱۷) د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص د زوکړې ورځ ګڼي .
ایرنا خبری اژانس وایی د وحدت د اونۍ له پیلیدا سره په یووخت د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیمکرغه زوکړې جشن د پاکستان په پیښور کښې دایران د کنسولګرۍ لخوا د یوشمیر شیعه اوسنی میلمنو په ګډون سره ترسره شو .
دپاکستان په پیښور کښې د ایران داسلامی جمهوریت سرکنسول محمد باقر بیګی په دغه جشن کښې په وینا کښې د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې او د وحدت د اونۍ دپیلیدا په مبارکۍ سره وویل په سیمه کښې دصهیونیسټ رژیم او د وینه بهونکو هیوادونو هدف چې دامریکا دسیاستونو ملاتړ کوی د مسلمانانو نا هیلی کول او داسلامی ټولنو د فرصتونو له مینځه وړل دی خو هغوې به هیڅکله بریالی نشی .
دایران سرکنسول زیاته کړه مسلمانان او مومن وړونه به هماغه ډول چې په عراق او سوریې کښې یې داعش ترهګرې ډلې ته ماتی ورکړی ده ډیر زر د اسلام ددښمانانو ټولې دسیسې شنډې کړی .
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ګورنر (Gonernor)اقبال ظفر جهګړا هم په دغو مراسمو کښې د دښمانانو د دسیسو دشنډولو لپاره د مسلمانانو په وحدت دټینګار په ترڅ کښې وویل د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم سیرت د ټولو لپاره ترټولو ښه بیلګه ده او له اوسنیو مشکلاتو د نړۍ دمسلمانانو وتل د پیغمبر اکرم ص په سیرت عمل کولو سره ممکن دی .
د اهل سنتو د روایتونو پراساس د ربیع الاول دمیاشتې له دولسمې (۱۲)یعنی د پیغمبر اکرم ص د زوکړې له کلیزې سره په یووخت پرون د پاکستان په مختلفو ښارونو په تیره بیا په پلازمینې اسلام اباد کښې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې جشنونه ترسره شول .
اهل سنت د ربیع الاول دمیاشتې دولسمه(۱۲) او شیعه مسلمانان د ربیع الاول دمیاشتې اولسمه(۱۷) د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص د زوکړې ورځ ګڼی .
دایران اسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه چې په نړۍ کښې دوحدت منادی او چارجی وو له دغه موضوع د اسلامی ډلو د نږدې کیدا او اتحاد لپاره استفاده وکړه او د ربیع الاول دمیاشتې له دولسمې(۱۲) نیټې څخه تر اولسمې(۱۷) نیټې پورې ورځې یې د وحدت اونۍ ونوموله .