داسلام دښمنان دپاکستان دناکرارولو لپاره هڅه کوی
دپاکستان دسند صوبې په خیرپور کې داسلام دګران پیغمبر دمیلاد په جشن کې دمسلمانانو په لاریون څلور ورځې مخکې د ترهه ګرو جنایتکارو په حملې کې داهل سنت څلور کسان شهیدان او لس نور ټپیان شوی وو .
تسنیم خبری آ ژانس راپورورکړ د پاکستان دسنی تحریک مشر محمد ثروت اعجاز قادری نن په یولړ څرګندونو کې په دینی مرکزونو یرغلونه او تیری د دښمن یوه دسیسه وبلله او وې وئیل ، لویدیځ هڅه کوی پاکستان دسورئې ،عراق او افغانستان په شان ناکراره کړی او له دې لارې خپلو سپیرو موخو ته ورسیږی .
هغه چې نن ئې دپاکستان په سند صوبې خیرپور کې داسلام د ګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت دجشن په کاروان د جنایتکارو ترهه ګرو تالی څټو دحملې دشهیدانو دجنازو په دستورو کې وینا کوله ووئیل ، پوځ او امنیتی ځواک له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې مهم رول لری او په دې لاره کې ئې څه دپاسه اویا زره کسان قربانی کړی دی .
اعجاز قادری دپاکستان دناکرارولو په باب دهندوستان داستخباراتی ادارې هڅو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ،له بده مرغه هند دافغانستان له لارې په پاکستان کې ګوتې وهی او ترهه ګر اقدامات کوی ، چې پاید دافغانستان چارواکی دې په خود کې شی او دنورو په دسیسو دې نه غولیږی.
دپاکستان دسند صوبې په خیرپور کې داسلام دګران پیغمبر دمیلاد په جشن کې دمسلمانانو په لاریون څلور ورځې مخکې د ترهه ګرو جنایتکارو په حملې کې داهل سنت څلور کسان شهیدان او لس نور ټپیان شوی وو .