امریکا دې دتورونوپه ځای له اسلام ابادسره په حقیقی تعامل پسې شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60489-امریکا_دې_دتورونوپه_ځای_له_اسلام_ابادسره_په_حقیقی_تعامل_پسې_شی
خواجه آصف وئیلی ، په افغانستان کې د ثبات دټینګیدو لپاره مو خپلې ټوله هڅې کارولی دی او کلونه کیږی چې دافغان کډوالو کوربتوب هم کوو ، پر دې اساس دامریکا له خوا د لازیاتو اقداماتو یا ډو مور غوښتنه به ونه منوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2017 11:00 Asia/Kabul
  • امریکا دې دتورونوپه ځای له اسلام ابادسره په حقیقی تعامل پسې شی

خواجه آصف وئیلی ، په افغانستان کې د ثبات دټینګیدو لپاره مو خپلې ټوله هڅې کارولی دی او کلونه کیږی چې دافغان کډوالو کوربتوب هم کوو ، پر دې اساس دامریکا له خوا د لازیاتو اقداماتو یا ډو مور غوښتنه به ونه منوو .

فارس خبری آژانس  له اسلام اباده راپورورکړی ، د پاکستان خارجه وزیر  خواجه محمد آصف  نن  په یولړ څرګندونو کې  وئیلی  امریکا په تیرو  شپاړسو کلونو کې نه ده توانیدلې  په افغانستان کې امنیت ټینګ کړی .

 هغه وئیلی ، اوس  پر طالبانو ډلې سربیره د داعش په څیر ترهه ګرې ډلې هم   په افغانستان کې د فعالیتونو  دپراختیا په حال کې دی .

 دپاکستان خارجه وزیر وئیلی ، تل  دافغانستان له خاورې  دپاکستان په ضد استفاده شوې ده ، پر دې اساس امریکا  داسلام اباد دتورنولو په ځای  باید  په دې زمینې کې  دخپلو اقداماتو  په باب توضیح ورکړی .

  خواجه آصف  وئیلی ،  په افغانستان کې د ثبات دټینګیدو لپاره  مو خپلې ټوله   هڅې کارولی دی  او  کلونه کیږی چې   دافغان کډوالو کوربتوب هم کوو  ، پر دې اساس  دامریکا له خوا د  لازیاتو  اقداماتو یا  ډو مور   غوښتنه به ونه منوو .

دپاکستان  خارجه وزیر  خبرداری ورکړی ،  په افغانستان کې  ناکراری  په سیمې کې  د ترهه ګرۍ زیاتیدا په ځان پسې لری .

 داپه داسې حال کې ډی چې  په همداوروستیو کې  واشنګټن   پر پاکستان په دې دلیل  دباؤنه  لازیات  کړی دی . چې  طالبانو ډلې  ته  په پناه ورکولو کې  ئې له دغې ډلې  د پاکستان  ملاتړ بللی  دی .  داپه داسې  حال کې دی چې  د امریکا  دفاع وزیر  څه موده مخکې وئیلی وو ،  له دې مخکې چې  ډونالډ ټرمپ  هغه  ټاکنې پر میز ولری ، چې  له ترهه ګرۍ  دپاکستان  له ملاتړ سره  اړوندیږی ، یو ځل به بیا   دافغانستان په باب له دغه هیواد سره ملګرتیا امتحان کړو .