۷۰کلونه کیږی په پاکستان کښې مسخرې روانې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60631-۷۰کلونه_کیږی_په_پاکستان_کښې_مسخرې_روانې_دی
زمونږخبریال وایی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې اوس لندن ته رسیدلی دی له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل له ۲۰۱۳ میلادی کال راهسې په هیواد کښې د پرلتیو وهل دوام لری او زه نه پوهیږم چې په هیواد کښې دا کوم ډول دود جوړ شوی چې له پرلتې پرته څوک بله خبره نه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2017 12:51 Asia/Kabul
  • زه به هیڅکله د اصولو، دقانون د لوړتیا او د رایو د سپیڅلتیا په اړه سازباز ونکړم .
    زه به هیڅکله د اصولو، دقانون د لوړتیا او د رایو د سپیڅلتیا په اړه سازباز ونکړم .

زمونږخبریال وایی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې اوس لندن ته رسیدلی دی له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل له ۲۰۱۳ میلادی کال راهسې په هیواد کښې د پرلتیو وهل دوام لری او زه نه پوهیږم چې په هیواد کښې دا کوم ډول دود جوړ شوی چې له پرلتې پرته څوک بله خبره نه کوی .

نوازشریف ګله وکړه چې په پاکستان کښې باید نور کسان هم ونیول شی یوازې په ما باندې ولې دباو راوړل کیږی .

هغه وویل په پاکستان کښې له تیرو اویاو (۷۰)کلونو راهسې مسخرې روانې دی .

هغه په دیکتاتورانو هم نیوکه وکړه او ویې ویل یوه دیکتاتور (پرویز مشرف) زما حکومت ختم کړ او دغه کار غچ اخیستل دی او په هیواد کښې له ګډوډۍ رامینځته کولو سره برابر دی .

دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف وویل زه به هیڅکله د اصولو، دقانون د لوړتیا او د رایو د سپیڅلتیا په اړه سازباز ونکړم .