په سیمې کې داسلامی حکومتونو دټولنې جوړول دورځې یو ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60729-په_سیمې_کې_داسلامی_حکومتونو_دټولنې_جوړول_دورځې_یو_ضرورت_دی
آیت ا... اراکی همداراز داسلامی هیوادونو ترمینځ دارتباطاتو دزیاتولو لپاره ددینی عالمانو پر ځایګی په ټینګار سره روښانه کړې ، د وحدت په پیاوړتیا او داړیکو په زیاتولو سره دبیلابیلو ظر فیّتونو د غوره فعالولو په لاره کې ګامو پورته کیدلی شی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 07, 2017 16:46 Asia/Kabul
  • په سیمې کې داسلامی حکومتونو دټولنې جوړول دورځې یو ضرورت دی

آیت ا... اراکی همداراز داسلامی هیوادونو ترمینځ دارتباطاتو دزیاتولو لپاره ددینی عالمانو پر ځایګی په ټینګار سره روښانه کړې ، د وحدت په پیاوړتیا او داړیکو په زیاتولو سره دبیلابیلو ظر فیّتونو د غوره فعالولو په لاره کې ګامو پورته کیدلی شی.

زمونږخبریال راپور راکړ د  اسلامی مذهبونو دنزدیوالی  ن ړیوالې ټولنې  عمومی منشی ایت ا... محسن اراکی  نن   په تهران کې د اسلامی وحدت د یودیرشم نړیوال کنفرانس  په څنډې کې د   پاکستان دجماعت اسلامی  ګوند له عمومی منشی  لیاقت بلوچ سره په کتنې کې  په سیمې کې  داسلامی حکومتونو د اتحادئې  دجوړولو لپاره   دایران ترکیې او پاکستان  دهلوځلو په زیاتولو ټینګار وکړ .

هغه وئیلی،  د دغې اسلامی ټولنې  جوړیدا  به  په سیاسی ، کلتوری ، اقتصادی  حوزو کې  د لورو  د  اړیکو دزیاتیدا  او ګمرکونو د کمیدا او  دتجارتی  اړیکو دپراختیا لامل شی .

  آیت ا... اراکی  همداراز  داسلامی هیوادونو ترمینځ  دارتباطاتو  دزیاتولو لپاره  ددینی  عالمانو پر ځایګی  په ټینګار سره  روښانه کړې ، د وحدت  په پیاوړتیا او داړیکو په زیاتولو سره   دبیلابیلو ظر فیّتونو  د غوره فعالولو  په لاره کې  ګامو پورته کیدلی شی.

 دپاکستان د جماعت اسلامی  ګوند عمومی منشی  لیاقت بلوچ هم په دغې کتنې کې  دایران اوپاکستان  دینی او کلتوری مشترکاتو ته په اشارې سره  ووئیل ،  استکباری   هیوادونه  د دواړو هیوادونو  داتحاد اویووالی  دله مینځه وړلو لپاره   بیلابیل  پروګرامونه اوپلانونه تعقیبوی ..

 داپه داسې حال کې دی چې  د اسلامی وحدت   دوه ورځنۍ  نړیوال  کنفرانس  په همداوروستیو کې   د نړۍ د کابو اویاؤ هیوادونو د څه دپاسه پنځه سوه  غوره شخصیتونو ،دینی عالمانو اومتفکرانو په شتون سره  پای ته وسید، او داسلامی امت  او په تیره بیا د فلسطین د ورستیو بدلونونو په باب ئې  مهمې مشورې ا وځینی فیصلې هم کړی دی .