د کرمې ایجنسۍ نامتو مشر پير سید هاشم وفات شو
Dec 08, 2017 11:00 Asia/Kabul
د پير سید هاشم جنازه نن د کوزې کرمې په ابراهیم زیو سیمه کښې وشوه او هم هلته خاورو ته وسپارل شو.
د پاکستان د خیبر پښتونخواه صوبې له کوزې کرمې زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د دغې ایجنسۍ د خلکو یو مشهور مشر او تکړه شخصیت پير سید هاشم لالا نن وفات شوی دی.
ارواښاد کرمې یو ډیر ستر شخصیت و چې تل د قبائلو د مسائلو په هواري کښې مخکښ پاتې شوی دی. هغه د علامه شهید عارف حسین الحسیني له نزدې ملګرو څخه و.
د پير سید هاشم جنازه نن د کوزې کرمې په ابراهیم زیو سیمه کښې وشوه او هم هلته خاورو ته وسپارل شو. مونږ هم د کرمې ټولو خلکو په تیره بیا د پير سید هاشم کورنۍ ته تسلیت او تعزیت وایو. خدای دې وبخښي.
ټیګونه