په پاکستان کښې لس کسان ووژل شول .
Dec 24, 2017 01:56 Asia/Kabul
-
د مسافروړونکو ګاډو موټروانان د پیښې له ځایه په تښتې بریالي شوي دي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې حیدر اباد ښار ته نږدې په سیهون شریف سیمه کښې له دوو (۲)مسافر وړونکو ګاډو سره د سوزوکی پک اپ د ټکریدا په پیښه کښې د پینځو(۵) ماشومانو په شمول لس (۱۰)کسان وژل شوی .
دغه پیښه نن سهار وختی د پاکستان دسیند صوبې دحیدراباد په سان سیمه کښې وشوه او نهه (۹)کسان په ټپه مړه شول او دوو(۲) نورو وروسته د سخت ژوبلیدا په وجه ژوند له لاسه ورکړ .
په دغه ټرافیکی پیښه کښې ځینې نور کسان هم ژوبل شوی چې روغتونونو ته وړل شوی دی .
د مسافروړونکو ګاډو موټروانان د پیښې له ځایه په تښتې بریالی شوی دی .