دطالبانو پټنځایونه دافغانستان په خاوره کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61853-دطالبانو_پټنځایونه_دافغانستان_په_خاوره_کښې_دی
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې دپاکستان استازی میرمن ملیحه لودهی پرون په دې خبرې ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې صلح په پرله پسې ډول له پوځی ځواک څخه په کار اخیستلو سره نه ټینګیږی زیاته کړه چې دکابل حکومت ، ناټو او دافغانستان طالبان په یوه (۱)بل پوځی حل لاره نشی ورتپلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2017 02:53 Asia/Kabul
  • دافغانستان څلویښت(۴۰) فیصده خاوره د حکومت په کنټرول کښې نه ده او په دغه خاوره کښې طالبان، داعش او نورې ترهګرې ډلې مرکزونه او پټڼځایونه لري .
    دافغانستان څلویښت(۴۰) فیصده خاوره د حکومت په کنټرول کښې نه ده او په دغه خاوره کښې طالبان، داعش او نورې ترهګرې ډلې مرکزونه او پټڼځایونه لري .

زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې دپاکستان استازی میرمن ملیحه لودهی پرون په دې خبرې ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې صلح په پرله پسې ډول له پوځی ځواک څخه په کار اخیستلو سره نه ټینګیږی زیاته کړه چې دکابل حکومت ، ناټو او دافغانستان طالبان په یوه (۱)بل پوځی حل لاره نشی ورتپلی .

 

په  ملګروملتونو کښې دپاکستان سفیري میرمن ملیحه لودهی زیاته کړه د سیاسی حل لارې پیاوړی کول او د پوځی حل لارې تعقیبول له یوبل سره سمون نه خوری او زیاته یې کړه داسې نشی کیدلای چې وژل او خبرې اترې په یووخت ترسره شی .

هغې دافغانستان له طالبانو ډلې وغوښتل چې تاوتریخوالی پریږدی او په بل لوریې یې هم ټینګار وکړ چې دخبرو اترو لپاره حقیقی اراده وښیی .

په ملګروملتونو کښې دپاکستان استازی میرمن ملیحه لودهی زیاته کړه په افغانستان کښې تاوتریخوالی او ترهګرۍ دبهرنیوپوځی لاسوهنو ، نیواک او د جنګ دتپلو پایلې دی .

هغې وویل په افغانستان کښې د وسله والو طالبانو پرضد د نړۍ د ترټولو سترو قدرتونو د  عسکرو جنګ تراوسه هیڅ پوځی حل لاره نه ده رامینځته کړی .

ملیحه لودهی په پاکستان کښې دترهګرو دپټنځایونو په اړه دامریکا د تورونو په ردولو سره وویل دټروریسټانو دغه پټنځایونه دافغانستان په هغو سیمو کښې دی کومې چې دحکومت په کنټرول کښې نه دی .

هغې وویل دافغانستان څلویښت(۴۰) فیصده خاوره د حکومت په کنټرول کښې نه ده او په دغه خاوره کښې طالبان، داعش او نورې ترهګرې ډلې مرکزونه او پټڼځایونه لری .