هندوستان دپاکستان درې پوځیان ووژل
Dec 26, 2017 00:32 Asia/Kabul
-
هند د اووربند په ماتولو سره ډزې وکړې او دغه چاره د دواړو هیوادونو دعسکرو ترمینځ د ډزو دتبادلې سبب شوه .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار(ISPR) وویل دکشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې د هندوستان دپوځیانو په ډزو کښې د پاکستان درې(۳) پوځیان ووژل شول .
دغه پیښه د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د جاسوسۍ په تور د هندوستان له نیول شوی ښاریز کلبهوشن یادو سره د هغه دمور او میرمنې له پرونۍ کتنۍ وروسته رامینځته شوی ده .
دهندوستان عسکرو دکشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کښې په راولاکوټ کښې په رخ چکری سیکټر (RUKH CHAKRI SECTOR)کښې ډزې وکړې او دپاکستان عسکرو هم ورته سخت ځواب ورکړ .
دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکودفتر ایی ایس پی ای وویل هند د اووربند په ماتولو سره ډزې وکړې او دغه چاره د دواړو هیوادونو دعسکرو ترمینځ د ډزو دتبادلې سبب شوه .