دپاکستان پخوانی ولسمشر د بې نظیر بوټو وژونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62125-دپاکستان_پخوانی_ولسمشر_د_بې_نظیر_بوټو_وژونکی_دی
زمونږخبریال وايي دپاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداری پرون پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د خپلې مور یعنی دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو قاتل وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 01:52 Asia/Kabul
  • دپاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف بیا بې نظیر بوټو ته د  دټیلي فون کولوخبر دروغ بللی دی .
    دپاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف بیا بې نظیر بوټو ته د دټیلي فون کولوخبر دروغ بللی دی .

زمونږخبریال وايي دپاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداری پرون پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د خپلې مور یعنی دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو قاتل وباله.

بلاول بوټو دغه  خبره دخپلې مور د وژل کیدا د لسمې (۱۰)کلیزې په مناسبت د سیند صوبې په ګړهی خدابخش سیمه کښې د پیپلز ګوند یوې(۱) سترې غونډې ته په وینا کښې وکړه .

د پاکستان دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداری وویل بې نظیر بوټو ته د جمهوریت لپاره د کار کولواو له خلکو سره د ژورې مینې سزا ورکړل شوه .

هغه وویل زما مشرې بې نظیر بوټو تا ته له دیکتاتورۍ سره د مبارزې  او  نړۍ ته د صلح غواړی اسلام د معرفی کولو سزا درکړل شوه .

دغه راز د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف وویل د ایسټبلیشمنټ(Establishment) ځینې یاغی کسان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو په وژلې کښې لاس لرلی شی .

هغه وویل زما دحکومت په وخت کښې دایسټبلیشمنټ ځینې کسانو  چې له طالبانو څخه یې الهام اخیستی وی شاید پخوانۍ لومړۍ وزیره میرمن بې نظیر بوټو وژلی وی .

دغه راز  راپورونه وایی چې خبریالانو مارک سیګل(Mark Siegel) ()او رون سوس کاینډ  (Ron Suskind)بیا بیا دغه خبره کړی ده چې دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو له وژل کیدا څو میاشتې مخکې مشرف هغې ته ټیلی فون وکړ چې پاکستان ته راستنه نشی .

دغه راز دپاکستان پخوانۍ لومړی وزیرې میرمن بې نظیر بوټوهم په خپله ویلی وو چې پخوانی ولسمشر پرویز مشرف په ټیلی فونی خبرو کښې ماته خبرداری راکړی وو او راته یې ویلی وو چې پاکستان ته ستنه نشی .

دپاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف بې نظیر بوټوته دا خبره هم کړی ده هیواد ته د راستنیدا په بڼه کښې که چیرې تا ته کومه پیښه رامینځته شوه نو زه به  یې ذمه وار نه وم .

خو دپاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف بیا بې نظیر بوټو ته د  ټیلی فون کولوخبر دروغ بللی دی .