د پاکستان دپنجاب صوبې اعلی وزیر عربستان ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62133-د_پاکستان_دپنجاب_صوبې_اعلی_وزیر_عربستان_ته_تللی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دتحریک انصاف ویندوی فواد چوهدری په یوې() ځانګړی الوتکې کښې سعودی عربستان ته د پنجاب صوبې د وزیر اعلی شهباز شریف په تلو خپګان څرګند کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 02:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان  ،جمهوریت او د حکومت پرضد یوه (۱)نوي دسیسه دجوړیدا په حال کښې ده .
    د پاکستان ،جمهوریت او د حکومت پرضد یوه (۱)نوي دسیسه دجوړیدا په حال کښې ده .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دتحریک انصاف ویندوی فواد چوهدری په یوې() ځانګړی الوتکې کښې سعودی عربستان ته د پنجاب صوبې د وزیر اعلی شهباز شریف په تلو خپګان څرګند کړ .

هغه وویل دپاکستان ملت غواړی چې سعودی عربستان ته د پنجاب صوبې د اعلی وزیر شهباز شریف د سفر له هدفونو خبر شی  .

د پاکستان دتحریک انصاف ویندوی فواد چوهدری وویل په تیرو وختونو کښې هم سعودی عربستان دپاکستان په سیاست کښې مهم رول لوبولی دی او په دوه زرم(۲۰۰۰) میلادی کال کښې یې  د نوازشریف په این  ار او(NRO) کښې مهم کردار ادا کړی وو.

هغه هیله څرګنده کړه چې دسعودی عربستان چارواکی به دا ځل نوازشریف او دهغه ورور شهباز شریف ته د پناه ځاې په ورکولوکښې دلچسپی ونلری .

سعودی عربستان  او امریکا د پاکستان په سیاست کښې نیغ په نیغه لاسوهنې کوی او دغه راز په دغه هیواد کښې ترهګرو ډلوته زیاتې پیسې هم ورکوی .

سعودی عربستان مخکې هم دپاکستان د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف  دحکومت په وخت کښې پخوانی لومړی وزیر نوازشریف له محاکمه کیدا او له اعدامیدا څخه بچ کړی وو .

دغه راز دپاکستان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف لور او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې یوې(۱) مشرې میرمن مریم نواز وویل چې د هیواد ،جمهوریت او د حکومت پرضد یوه (۱)نوی دسیسه دجوړیدا په حال کښې ده .

هغې وویل د طاهرالقادری او د عمران خان یوځاې کیناستل ددې خبرې ثبوت دی چې د هیواد، ډیموکراسۍ او د حکومت پرضد دیوې نوی دسیسې دجوړیدا کار روان دی .