ایران او پاکستان په ګډو پولو کې هوائی ګزمې پیلوی
دایران او پاکستان سرحدی مسئولانو په ګډو پولو کې د ترهه ګرو او اشرارو ډلو د تګ راتګ د مخنیوی لپاره او دغه راز د پولو دامنیت دتامینیدا دزیاتولو لپاره دګډو ملګرتیاؤ په پراختیا سره موافقه کړې ده .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی و دپاکستان رسانیو نن لیکلی دی دپآکستان او ایران د پولیسو او امنیتی چارو مسئولانو په سرحدی ښار تفتان کې په یوې ګډې غونډې کې په پولو کې وروستی امنیتی وضعیَت سپړلی دی .
دوی په دغې غونډې کې د دواړو هیوادونو مسئولانو په ګډو پولو کې د ترهه ګرو او اشرارو ډلو د تګ راتګ د مخنیوی لپاره او دغه راز د پولو دامنیت دتامینیدا دزیاتولو لپاره دګډو ملګرتیاؤ په پراختیا سره موافقه کړې ده .
په دې چوکاټ کې دایران او پاکستان مسئولانو له ترهه ګرو او اشرارو سره دمقابلې په خاطر له چورلکو په استفادې سره د دواړو هیوادونو په پولو کې په ګډو هوائی ګزمو هم سره موافقه کړې ده .
دایران اسلامی جمهوریت له پاکستان سره ۹۰۹کلومیټره ګډه پوله لری .