ایران او پاکستان په ګډو پولو کې هوائی ګزمې پیلوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62183-ایران_او_پاکستان_په_ګډو_پولو_کې_هوائی_ګزمې_پیلوی
دایران او پاکستان سرحدی مسئولانو په ګډو پولو کې د ترهه ګرو او اشرارو ډلو د تګ راتګ د مخنیوی لپاره او دغه راز د پولو دامنیت دتامینیدا دزیاتولو لپاره دګډو ملګرتیاؤ په پراختیا سره موافقه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 14:42 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان په ګډو پولو کې هوائی ګزمې پیلوی

دایران او پاکستان سرحدی مسئولانو په ګډو پولو کې د ترهه ګرو او اشرارو ډلو د تګ راتګ د مخنیوی لپاره او دغه راز د پولو دامنیت دتامینیدا دزیاتولو لپاره دګډو ملګرتیاؤ په پراختیا سره موافقه کړې ده .

 ایرناخبری  آژانس  راپور ورکړی و دپاکستان رسانیو نن لیکلی دی  دپآکستان او ایران  د پولیسو او امنیتی  چارو  مسئولانو  په سرحدی ښار تفتان کې  په یوې ګډې غونډې کې   په پولو کې   وروستی امنیتی  وضعیَت  سپړلی دی .

   دوی په دغې غونډې کې  د  دواړو هیوادونو  مسئولانو   په ګډو پولو کې  د ترهه ګرو او اشرارو ډلو  د تګ راتګ د مخنیوی لپاره  او دغه راز د پولو دامنیت  دتامینیدا دزیاتولو لپاره   دګډو ملګرتیاؤ په پراختیا  سره موافقه کړې ده . 

 په دې چوکاټ کې  دایران او پاکستان مسئولانو  له ترهه ګرو او اشرارو سره  دمقابلې  په خاطر  له چورلکو په استفادې سره د دواړو هیوادونو  په پولو کې  په ګډو هوائی ګزمو هم  سره موافقه کړې ده .

دایران اسلامی جمهوریت  له پاکستان سره ۹۰۹کلومیټره ګډه پوله لری .