دپاکستان پخوانی لومړی وزیر دڅه لپاره عربستان ته ځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62249-دپاکستان_پخوانی_لومړی_وزیر_دڅه_لپاره_عربستان_ته_ځی
زمونږخبریال وایی دپاکستان د حکومت دمخالف پیپلز ګوند یوه (۱)مهم مشر خورشید شاه پرون په لاهور کښې یوه (۱)خبری کانفرنس ته په وینا کښې سعودی عربستان ته د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د سفر په اړه پوښتنې رامینځته کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2017 02:15 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له امریکا سره یوځاې له تیرو کلونو راهسې دپاکستان په کورنیو چارو کښې نیغ په نیغه لاسوهنې کوي .
    سعودي عربستان له امریکا سره یوځاې له تیرو کلونو راهسې دپاکستان په کورنیو چارو کښې نیغ په نیغه لاسوهنې کوي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان د حکومت دمخالف پیپلز ګوند یوه (۱)مهم مشر خورشید شاه پرون په لاهور کښې یوه (۱)خبری کانفرنس ته په وینا کښې سعودی عربستان ته د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د سفر په اړه پوښتنې رامینځته کړې .

هغه وویل نن سبا د پاکستان ملت تماشه کوی او خلک په دې خبره کښې دلچسپی لری چې پوه شی د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف ولې سعودی عربستان ته تللی دی او پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هم نن  سعودی عربستان ته ورځی .

د پاکستان دپخوانی لومړی وزیر نوازشریف د مسلم لیګ نواز څانګې سرچینو وویل چې هغه به نن سعودی عربستان ته لاړ شی .

د پاکستان دپنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف هم په تیرې چهارشنبې ورځ د سعودی عربستان په یوې(۱) ځانګړی الوتکې کښې  ریاض ته تللی او هغه عربستان ته دخپل ورور نوازشریف د سفر زمینه برابره کړی ده .

دپاکستان دپیپلز ګوند مهم مشر خورشید شاه وویل که چیرې سعودی عربستان بیا هم د پاکستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړی نو دا به ډیره د شرم خبره وی  پاکستان چې اټومی قدرت دی خپلې فیصلې په خپله نشی کولای .

هغه وویل پاکستان باید خپل سیاستونه او دقانون واکمنۍ ولری او مونږ باید په خپله فیصلې وکړو او ما دا خبره خپه کوی چې مونږ د نورو هیوادونو د ملاتړ دترلاسه کولو هڅه کوو .

سعودی عربستان له امریکا سره یوځاې له تیرو کلونو راهسې دپاکستان په کورنیو چارو کښې نیغ په نیغه لاسوهنې کوی .

عربستان د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هم له محاکمه کیدا او اعدامیدا څخه بچ کړی وو .

سعودی عربستان د پاکستان په پوځ او حکومت کښې زیات نفوذ لری او دغه هیواد(عربستان) ترهګرو ډلوته هم زیاتې مرستې ورکوی .