دپاکستان دپوځ پخوانی لوی درستیزجنرال خالدشمیم په یوې ټرافیکی پیښې کې مړشو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62301-دپاکستان_دپوځ_پخوانی_لوی_درستیزجنرال_خالدشمیم_په_یوې_ټرافیکی_پیښې_کې_مړشو
خدای بخښلی جنرال خالد شمیم وائین د ۲۰۱۰کال له اکتوبر ه د ۲۰۱۳کال تر اکتوبر میاشت پورې د پاکستان د پوځ لوی درستیز پاتې شوی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2017 13:58 Asia/Kabul
  • دپاکستان دپوځ پخوانی لوی درستیزجنرال خالدشمیم  په یوې ټرافیکی پیښې کې مړشو

خدای بخښلی جنرال خالد شمیم وائین د ۲۰۱۰کال له اکتوبر ه د ۲۰۱۳کال تر اکتوبر میاشت پورې د پاکستان د پوځ لوی درستیز پاتې شوی ؤ .

 زمونږخبریال  د ډان نیوز خبری سایټ له قوله  راپور ورکړ دپاکستان دپوځ یو پخوانی لوی درستیز  ریټایرډ جنرال  خالد شمیم  وائین  چې له پنډۍ لاهور ته  روان ؤ ، داسلام اباد موټر وې  په چکری انټرچینج  سره  نزدې  د ګاډی  په ټکر کې  سره دخپل یوه  ملګری  خپل ژوند له لاسه ورکړ.

راپور ښئ  د هغه زوی او  ډرائیور هم سخت ټپیان دی . 

 دموټر وې سترې لارې  ویندوی  وئیلی دی ، جنرال شمیم  دپیښې په وخت ټپی ؤ او له نورو  ټپیانو سره یو ځای  دپنډۍ سی ایم ایچ  پوځی روغتونو ته   ورسول شو چې  هلته د سختو ټپونو له امله  ئې سا ورکړه .

 په راپور  کې وئیل شوی دی ، دګاډی ټایر  دشلیدو له امله  پیښه رامینځة شوې ده .  دا هم وئیل شوی چې  دګاډی  ټایر د سپیډ دزیاتیدو له  امله  شلیدلی  او  دغه پیښه رامینځةشوې ده .

 خدای بخښلی  جنرال خالد شمیم وائین د ۲۰۱۰کال له اکتوبر ه د ۲۰۱۳کال تر اکتوبر میاشت پورې  د پاکستان د پوځ لوی درستیز  پاتې شوی  ؤ .