د پاکستان پخوانے وزیراعظم سعودی ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62341-د_پاکستان_پخوانے_وزیراعظم_سعودی_ته_لاړ
د پاکستان پخوانے وزیراعظم پرون ماښام له خپل ورور او د پنجاب له وزیراعلی شهباز شریف او د مسلم لیګ نواز څانګې له یو موثره غړی سعد رفیق سره چې په ریاض کښې دی د یوځاے کېدو لپاره سعودی ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2017 08:45 Asia/Kabul
  • د پاکستان پخوانے وزیراعظم سعودی ته لاړ

د پاکستان پخوانے وزیراعظم پرون ماښام له خپل ورور او د پنجاب له وزیراعلی شهباز شریف او د مسلم لیګ نواز څانګې له یو موثره غړی سعد رفیق سره چې په ریاض کښې دی د یوځاے کېدو لپاره سعودی ته لاړ.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې هیله کیږی چې نواز شریف له لاهور څخه ریاض ته تللے دے، هغه به د راروان ۲۰۱۸ میلادی کال د جنورۍ په دویمه نېټه محکمې ته پېش کېدو وخت ته بیا پاکستان ته ستون شی.

ویل کیږی چې نواز شریف به په دغه سفر کښې د سعودی د ولیعهد شاهزاده محمد بن سلمان په شمول د دغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو او د ترکیې له وزیراعظم  سره کتنه او خبرې اترې وکړی.

د نواز شریف ورور او د پاکستان د پنجاب صوبې وزیراعلی شهباز شریف د تېرې شورو په ورځ سعودی ته لاړ دے.

دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوندویاند فواد چودهری سعودی ته د شهباز شریف له سفر سره په مخالفت  کښې د دغه هېواد چارواکو ته خبردارے ورکړے دے چې د پاکستان په کورنیو چارو کښې دې مداخلت نه کوی.

نواز شریف تېره هفته خپل ورور شهباز شریف د پاکستان د راتلونکو انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې دې په راتلونکي ۲۰۱۸ کال کښې وشی د وزیراعظمۍ د نامزد په توګه معرفی کړ.