په پاکستان کې تیلی شیان یوځل بیا ګران شول
په پاکستان کې دګیسو اوبریښنا پراخ کمښت ، د انرژۍ او سونګو دبیّو لوړیدا او په دغه هیواد کې د بریښنا پراخه غوڅیدا د دغه هیواد د ولس لپار یوه جدی ستونزه ده چې د دغه هیواد حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی د دغې ستونزې دحل لپاره کومه منطقی حل لاره پیدا کړی .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ په اقتصادی چارو کې دپاکستان د لومړی وزیر سلاکار مفتاح اسماعیل په دغه هیواد کې د تیلی محصولاتو دبیّو دزیاتیدا په اعلان سره ووئیل ، دپاکستان دحکومت د نوی مسودې په اساس د تیلی محصولاتو بیّې به کابو دولس فی صده زیاتې شی .
هغه زیاته کړې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی دپاکستان دت یلو اوګیسو د مقرراتو دټاکنې او څارنې د ادارې د وړاندیز په اساس په هیواد کې د تیلی شیانو د بیّو دلوړولو حکم صادر کړی دی .
مفتاح اسماعیل د پاکستان د حکومت د فیصلې په دفاع سره وئیلی دی ، حکومت په نړیوالو بازارونو کې د تیلی محصولاتو دبیّو زیاتیدا ته په پام سره له میاشتو میاشتو وروسته دتیلی تولیداتو بیّې زیاتې کړی دی .
کارپیژاندی په دې اند د ی چې دتیلی محصولاتو دبیّو بیا بیا زیاتول به په پاکستان کې د انفلیّشّین دزیاتیدا لامل شی .
دپآکستان اپوزیشن ګوندونو هم دتیلی شیانو د بیّو په زیاتیدا اعتراض کړی او د دغه هیواد حکومت ته ئې خبرداری ورکړی که د بیّو دزیاتولو مسوده لغوه نه کړی ، نو دحکومت په ضد به اعتراضونو ته مخه کړی .