په پاکستان کې تیلی شیان یوځل بیا ګران شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62457-په_پاکستان_کې_تیلی_شیان_یوځل_بیا_ګران_شول
په پاکستان کې دګیسو اوبریښنا پراخ کمښت ، د انرژۍ او سونګو دبیّو لوړیدا او په دغه هیواد کې د بریښنا پراخه غوڅیدا د دغه هیواد د ولس لپار یوه جدی ستونزه ده چې د دغه هیواد حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی د دغې ستونزې دحل لپاره کومه منطقی حل لاره پیدا کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2018 16:05 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې تیلی شیان یوځل بیا ګران شول

په پاکستان کې دګیسو اوبریښنا پراخ کمښت ، د انرژۍ او سونګو دبیّو لوړیدا او په دغه هیواد کې د بریښنا پراخه غوڅیدا د دغه هیواد د ولس لپار یوه جدی ستونزه ده چې د دغه هیواد حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی د دغې ستونزې دحل لپاره کومه منطقی حل لاره پیدا کړی .

زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ  په اقتصادی چارو کې دپاکستان د لومړی وزیر  سلاکار  مفتاح اسماعیل    په دغه هیواد کې د تیلی محصولاتو  دبیّو  دزیاتیدا په اعلان سره  ووئیل  ، دپاکستان دحکومت د  نوی مسودې په اساس د تیلی  محصولاتو بیّې به  کابو دولس فی صده زیاتې شی .

    هغه زیاته کړې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی    دپاکستان دت یلو اوګیسو د مقرراتو  دټاکنې او څارنې د  ادارې  د وړاندیز په اساس   په هیواد کې د تیلی شیانو د بیّو دلوړولو   حکم صادر کړی دی .

 مفتاح اسماعیل  د پاکستان د حکومت د فیصلې  په دفاع  سره وئیلی دی ، حکومت   په نړیوالو بازارونو کې  د تیلی  محصولاتو   دبیّو  زیاتیدا  ته په پام سره   له میاشتو میاشتو وروسته   دتیلی تولیداتو  بیّې  زیاتې کړی دی .

  کارپیژاندی  په دې اند د ی چې   دتیلی محصولاتو  دبیّو  بیا بیا زیاتول به    په پاکستان کې د انفلیّشّین  دزیاتیدا لامل شی .

   دپآکستان   اپوزیشن ګوندونو  هم  دتیلی شیانو د بیّو  په زیاتیدا اعتراض کړی او  د دغه هیواد حکومت ته ئې خبرداری ورکړی  که  د بیّو دزیاتولو مسوده  لغوه   نه کړی ، نو دحکومت  په ضد به اعتراضونو ته مخه کړی .