دپاکستان خلکو دامریکا پرضد مظاهرې وکړې
Jan 03, 2018 02:06 Asia/Kabul
-
دامریکا ولسمشر ډونالډ په ځلونو پاکستان د ترهګرۍ دمرکز په توګه بللی دی .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د کراچۍ ښار خلکو دامریکا د ولسمشر ټرمپ په نا سنجول شویو څرګندونو اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
دپاکستان مظاهره چیانو پرون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غندلو سره مړه دې امریکا شعارونه ورکړل و د دغه هیواد بیرغ یې وسوزوه .
دپاکستان مظاهره چیانو دامریکا له سلطه غواړو او تیریګرو سیاستونو د کرکې او نفرت په څرګندولو سره د ډونالډ ټرمپ له حکومته وغوښتل سمدستی د پاکستان په وړاندې په خپل کړچار کښې بیا کتنه وکړی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ په ځلونو پاکستان د ترهګرۍ دمرکز په توګه بللی دی چې دغه چاره د اسلام اباد دچارواکو او دهیواد د خلکو د غصې سبب شوی ده .
ټیګونه