په پاکستان کښې په ترهګرۍ شکمن په لس هاو کسان ونیوی شول
د پاکستان امنیتی ځواکونو د پنجاب صوبې د مرکز لاهور ښار له خونړۍ چاودنې وروسته د ترهګرۍ خلاف د خپلو عملیاتو په وړومبۍ ورځ د دې ترهګر اقدام په تړاو په لس هاو کسان ونیول.
د سماء ټی وی چینل ویب سایټ لیکلی چې د پاکستان امنیتی ځواکونو پرون د پنجاب صوبې په مختلفو سیمو کښې د شکمنو کسانو په پنځو پټن ځایونو چاپې ووهلې او ۲۶ کسان یې ونیول.
د دې رپورټ له مخې د پاسکتان د استخباراتی ادارې لخوا په نیول شویو کسانو پورې اړوند معلومات د دغه هیواد امنیتی ځواکونو ته ورکړی شوی دی.
د امنیتی سرچینو د اعلان له مخې نیول شوی کسان د طالبانو ډلې غړی دی.
د پاکستان امنیتی ځواکونو په دې عملیاتو کښې ډیره وسله او مهمات هم نیولی دی.
د یادو عملیاتو د ترسره کولو پریکړه پرون د پاکستان د ځمکنی پوځ د قومندان جنرال راحیل شریف په مشرۍ د دغه هیواد د پوځی چارواکو په ګډون یوه غونډه کښې وشوه.