تاریخ ښودلې ده چې په امریکاهیڅ اعتماد نشی کیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62671-تاریخ_ښودلې_ده_چې_په_امریکاهیڅ_اعتماد_نشی_کیدلی
دپاکستان خارجه وزیر په ډاګه کړې ،امریکا په تیرو پنځلسو کلونو کې په فکر کې څه دپاسه درې دیرش میلیارډ ډالری مرستې دپاکستان واکوالانو ته ورکړی دی ، او دوی د مونږ دمشرانو په بیوقوف جوړولو سره داسلام اباد چارواکو ته له دوکو او دروغو پرته بل هیڅ نه دی ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 11:48 Asia/Kabul
  • تاریخ ښودلې ده چې په امریکاهیڅ اعتماد نشی کیدلی

دپاکستان خارجه وزیر په ډاګه کړې ،امریکا په تیرو پنځلسو کلونو کې په فکر کې څه دپاسه درې دیرش میلیارډ ډالری مرستې دپاکستان واکوالانو ته ورکړی دی ، او دوی د مونږ دمشرانو په بیوقوف جوړولو سره داسلام اباد چارواکو ته له دوکو او دروغو پرته بل هیڅ نه دی ورکړی .

ایرنا خبری آ ژانس راپورورکړ دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف  نن یو ځل بیا  په یولړڅرګندونو کې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دپاکستانی ضدڅرګندونو په  غبرګون کې  ووئیل   دپآکستان حکومت   له تیرو څلور کلونوراهسې  دنورو حکومتونو   دځینو ناسمو اقداماتو   په اصلاح لګیا دی او  دپاکستان پوځ هم  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې  مخکښ دی . 

 هغه ووئیل  امریکا په تیرو پنځلسو کلونو کې په  فکر کې څه دپاسه   درې دیرش میلیارډ ډالری مرستې  دپاکستان واکوالانو ته ورکړی دی ، او دوی د مونږ دمشرانو په بیوقوف جوړولو سره  داسلام اباد چارواکو ته  له دوکو او دروغو پرته بل هیڅ نه دی ورکړی .

 دپاکستان   خزانې وزارت  هم پرون   اسلام اباد ته د امریکا د   دوه سوه پنځه پنځوس میلیون ډالری مرستو دغوڅیدا  خبر ورکړی او ټینګار ئې کړی دی ، د امریکا دغه اقدام  به دپآکستان په اقتصاد هیڅ  اغیزې  ونه کړی .

 دا په داسې حال کې دی چې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم  د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان ضده  خبرې بې اساسه بللی  او  وئیلی  دی ،  داسلام اباد په ضد د  امریکا د ولسمشر  تورونه  یو ناخوښ کار دی او  نړیواله ټولنه دې  د دغو تورونو ځواب ورکړی .

  دترکیې  ولسمشر دپاکستان  له ولسمشر ممنون حسین  سره په ټیلیفونی خبروکې   ټینګار کړی ،ترکیه  به  په هرډول شرائطو کې  دپاکستان ترڅنګ وی او هیڅکله به ئې هم یوازې پرې نه ږدی .

  دپاکستان   ولسمشر  ممنون حسین  هم  په دغو ټیلیفونی خبرو کې  ټینګار کړی ،  اسلام اباد به   د ډونالډ ټرمپ    د ناسنجول شوو  څرګندونو ته کلک ځواب ورکړی ،ځکه  هغه  په دغو بې اساسه تورونو سره ،   له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې  دپاکستان  پر قربانیانو  سترګې پټې کړی دی .

 له دې مخکې چین  هم   دپاکستان د دریځونو ملاتړ کړی او د  ډونالډ ټرمپ تورونه ئې  په کلکه محکوم کړی  دی .