امریکا د دوست په جامو کښې دپاکستان دښمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62715-امریکا_د_دوست_په_جامو_کښې_دپاکستان_دښمن_دی
زمونږخبریال وایی دپاکستان دباندنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل دغه هیواد دپخوا په شان دامریکا له مالی مرستو پرته ګزاره کولای شی ځکه چې اوس په خارجی پورونو د اسلام اباد انحصار په کمیدا دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2018 02:21 Asia/Kabul
  • امریکا اوس غواړي  له هندوستان په دې ډول استفاده وکړي په کوم ډول چې هغې په تیر وخت  کښې له پاکستان  څخه استفاده کړي وه .
    امریکا اوس غواړي له هندوستان په دې ډول استفاده وکړي په کوم ډول چې هغې په تیر وخت کښې له پاکستان څخه استفاده کړي وه .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دباندنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل دغه هیواد دپخوا په شان دامریکا له مالی مرستو پرته ګزاره کولای شی ځکه چې اوس په خارجی پورونو د اسلام اباد انحصار په کمیدا دی .

هغه وویل دا لومړی ځل نه دی چې امریکا له پاکستان سره د مرستو د غوڅولو ګواښ کوی .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف  پریسلر ترمیم(PRESSLER AMENDMENT) ته په اشارې سره وویل امریکا په تیرو وختونو کښې هم داسې کړی دی چې زمونږ په تاریخ کښې یې ثبتونه شته او زیاته یې کړه امریکا تل په مشکل وخت کښې پاکستان ته دوکه ورکړی ده .

هغه وویل امریکا دپاکستان دوست نه بلکې ددوست په جامه دښمن دی او زیاته یې کړه  که چیرې  امریکا د تیری (Aggression)هڅه وکړه نو دپاکستان ټول ملت به ورته په ګډه ځواب ورکړی .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف په سیمه کښې د ناامنۍ مسول امریکا او هندوستان وبلل او زیاته یې کړه په سیمه کښې بې ثباتۍ دنوی ډیلی او د واشنګټن په ګټه ده .

هغه وویل امریکا او هند اوس له یوبل سره ملګری  دي او د دواړو هیوادونو ګټې یوشان دی او زیاته یې کړه امریکا اوس غواړی  له هندوستان په دې ډول استفاده وکړی په کوم ډول چې هغې په تیر وخت  کښې له پاکستان  څخه استفاده کړی وه .

دپاکستان خارجه وزیرخواجه اصف وویل مونږ له ۱۹۶۰ میلادی کال راهسې دامریکا دګټو ساتنه کوو او له دغه هیواد سره اړیکې لرو .

هغه وویل پخوانی شوروی دپاکستان دښمن نه وو پته نشته چې دپخوانی شوروی له دړې وړې کیداڅومره ګټه وشوه خو مونږته تاوان ورسید او تراوسه دغه تاوان جبران نشو .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف ترهګرو ته دپناه د ورکولو په اړه دامریکا تور ته په اشارې سره وویل مونږ په خپلو سیمو  کښې ترهګرۍ ختمه کړی ده او په پاکستان کښې دترهګرو پناه ځایونه نشته او دغه وجه ده چې نن سبا امریکا دپاکستان په دغو سیمو د بې پایلوټه الوتکو حملې نه کوی .

هغه وویل امریکا د پاکستان شمسی او شهباز هوایی اډې استعمال کړې او زمونږسړکونه  یې تباره کړل او امریکا زمونږ هوای حریم استعمال کړ خو مونږ تر نن ورځې پورې له امریکا پوښتنه ونکړه چې ته اخر څه کوې خوامریکا پاکستان ته دټولوورکړل شویو ډالرو حساب کتاب اخیستی .