د پاکستان نوازشریف د مرستې لپاره عربستان ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62739-د_پاکستان_نوازشریف_د_مرستې_لپاره_عربستان_ته_تللی
زمونږخبریال وایی د پاکستان دمسلم لیګ دنوازشریف څانګې مشرانو نوازشریف او شهباز شریف ته یوه(۱) نږدې ملګری وویل نوازشریف او شهباز شریف له پاکستان سره د مرستې او دغه راز دځینو موضوګانو پر سر د ځینو مسلمانو هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو دختمولو لپاره سعودی عربستان ته سفرونه کړی وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2018 12:03 Asia/Kabul
  • دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هم سعودي عربستان له محاکمه کیدا او اعدامیدا څخه بچ کړی وو .
    دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هم سعودي عربستان له محاکمه کیدا او اعدامیدا څخه بچ کړی وو .

زمونږخبریال وایی د پاکستان دمسلم لیګ دنوازشریف څانګې مشرانو نوازشریف او شهباز شریف ته یوه(۱) نږدې ملګری وویل نوازشریف او شهباز شریف له پاکستان سره د مرستې او دغه راز دځینو موضوګانو پر سر د ځینو مسلمانو هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو دختمولو لپاره سعودی عربستان ته سفرونه کړی وو .

خو د پاکستان دمسلم لیګ دنوازشریف څانګې مخالف سیاسی ګوندونه وایی چې پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دپنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف ددې لپاره سعودی عربستان ته تللی وو چې د احتساب محکمو لخوا د درغلۍ له تورونو څخه د خلاصیدا لپاره د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف دحکومت په وخت کښې د ملی پخلاینې د لایحې په شان دیوې(۱) موافقې د لاسلیک کیدا ضامن ووسی .

سعودی عربستان او امریکا د پاکستان په پوځ او جاسوسۍ ادارو زیات نفوذ لری او دغه راز ددغه هیواد په کورنیو چارو کښې نیغ په نیغه لاسوهنې هم کوی .

دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هم سعودی عربستان له محاکمه کیدا او اعدامیدا څخه بچ کړی وو .