دپاکستان دمشرانو جرګې انتخابات دمارچ په ۳ نیټه ترسره کیږی
دپاکستان په مشرانو جرګې کې ټول ټال یو سل څلور سناتوران دی . چې له هغو د مارچ تر یولسمې نیټې پورې ۵۲سناتوران ریټایرډ کیږی .
زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپآکستان د انتخاباتو کمیشن نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د مشرانو جرګې د کاندیدانو د سندونو او مدرکونو د ثبتولو نیټه هم د فرورۍ له څلورمې تر شپږمې نیټې پورې ده او په دغو ورځو کې نوی کاندیدان خپل مدرکونه دڅیړنو او ارزونو لپاره وړاندې کولی شی.
په اعلامیې کې وئیل شوی دی ، د دغو مدرکونو څیړنې اوارزونې هم دفرورۍ په نهمه نیټه ترسره کیږی او د غوره شوو کاندیدانو لیست به هم فرورۍ په پنځلسمه نیټه خپور شی ، او هغه کاندیدان چې غواړی خپل مدرکونه بیرته کړی ، دشپاړسمې نیټې پورې اقدام کولی شی او د استازو دټاکنې لپاره به ټاکنې د مارچ په دریمه نیټه ترسره شی .
دپاکستان د انتخاباتی کمیشن په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، په مشرانو جرګې کې دځینو استازو د ریټایرډ کیدو له امله یوشمیر څوکۍ خالی کیږی چې نوی استازی به له سیالۍ وروسته دغه څوکۍ تر ګوتو کړی.
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی دمشرانو جرګې لپاره به له سند اوپنجاب صوبو دولس دولس او له خیبر پختونخواه او بلوچستان صوبو هم یولس یولس نوی استازی وټاکل شی . له اسلام اباده به هم یو عام او یو هم د ټیکنوکریټو سناتور وټاکل شی . په تفصیل کې وئیل شوی دی ، له سند او پنجاب صوبو به اوه اوه عام سناتوران ،دوه ټیکنوکریټس، دوه ښځینه او یو لږکی استازی وټاکل شی .دغه راز به له قبایلی سیمو به هم څلور کسان وټاکل شی .. باید ووئیل شی ، دپاکستان په مشرانو جرګې کې ټول ټال یو سل څلور سناتوران دی . چې له هغو د مارچ تر یولسمې نیټې پورې ۵۲سناتوران ریټایرډ کیږی .