دپاکستان یو پلاوی نن کابل ته ورسید
Feb 03, 2018 08:05 Asia/Kabul
-
امریکا او افغانستان تل په پاکستان تور لګوي چې د حقاني ، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو وسله وال ، پوځي او استخباراتي ملاتړونه کوي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان یو(۱) لوړرتبه پلاوی د امنیتی مرستې او د استخباراتی معلوماتو دتبادلې په شمول په مهمو موضوګانو د غور لپاره نن افغانستان ته ورسید .
دپاکستان ددغه پلاوی مشرۍ میرمن تهمینه جنجوعه کوی چې پکښې د پوځ او دحکومت لوړرتبه چارواکی شامل دی .
دغه راز څو ورځې مخکې دافغانستان دملی امنیت مشرمعصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک هم اسلام اباد ته تللی وو او دکابل د حملې په اړه یې د پاکستان چارواکو ته مدرکونه اوسندونه ورکړی وو .
امریکا او افغانستان تل په پاکستان تور لګوی چې د حقانی ، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو وسله وال ، پوځی او استخباراتی ملاتړونه کوی خو اسلام اباد دغه تور ردوی .