د سوات ترهګرې حملې په پاکستانیانو کښې اندیښنه رامینځته کړې ده
Feb 04, 2018 16:47 Asia/Kabul
د پاکستان د شمال لویدیځ په سوات سیمه کښې ترهګرې حملې د دغه هیواد د خلکو د اندیښنې سبب شوې.
له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د پاکستان د شمال لویدیځ د خیبرپښتونخوا صوبې په سوات غریزه سیمه کښې د دغه هیواد په پوځي ځواکونو باندې په تازه حمله کښې ۱۱ پوځیان وژل شوي او ۱۳ نور زخمي شوي دي.
رپورټونه وايي چې په پاکستان کښې تیر میلادي کال په شویو ترهګرو بریدونو کښې ۴۸۴ ملکي وکړي او ۱۴۵ پوځي او پولیس ځواکونه وژل شوي دي.
په پاکستان کښې ترهګرې حملې داسې مهال زیاتې شوې دي چې د دغه هیواد پوځ او امنیتي ځواکونو په تیر ۲۰۱۷ کال کښې د رد الفساد او خیبر-۲ عملیاتو په ترسره کولو سره هڅه وکړه چې ترهګرې ډلې او د هغوي پټنځي له مینځه یوسي.
ټیګونه