په پاکستان کښې د آمریکایی او آروپایی اسلام لپاره هڅې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65489-په_پاکستان_کښې_د_آمریکایی_او_آروپایی_اسلام_لپاره_هڅې
اوس په پاکستان کښې د داسې اسلام د پلی کولو هڅې روانې دی چې د آمریکا او آروپا د خوښې وړ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2018 11:23 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د آمریکایی او آروپایی اسلام لپاره هڅې

اوس په پاکستان کښې د داسې اسلام د پلی کولو هڅې روانې دی چې د آمریکا او آروپا د خوښې وړ دی.

زمونږ خبریال راپور راکړی،د پاکستان مشهور لیکوال،انصار عباسی د جنګ ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کښې په یوې مقالې کښې لیکلی دی:داسې هڅې روانې دی څو په پاکستان کښې اسلام ته داسې بڼه ورکړل شی چې د آمریکا او آروپا د خوشې وړ وی،د دغې چارې د پرځایښت لپاره د اسلامی هیوادونو د واکمنانو ترڅنګ له ځینو داسې لیکوالانو،عالمانو او پوهانو هم استفاده کیږی چې د میرمنو ستر او حجاب نه منی او دغه ډول عالمان او پوهان د لویدیځ د لیبرالانو او سیکولارانو هم خوښ دی او همدغه راز د پاکستان هغه ټیلی ویزیونی چینلونه چې بربنډ یا نیمه بربند موردونه   خپروی،هم دغه ډول  عالمان او پوهان خوښوی.

هغه بیانیه چې تیره اونۍ  په عمومی ځایونو  کښې د پانسی کولو د موضوع پر  سر  له   ناستې    وروسته  د اسلامی نظریاتی   شورا  له  لوری  خپره  شوه ، ډیره  لالهاندی  کونکی  وه.  د دغې  بیانیې  په  لوستلو سره  هر  څوک  دا  احساسوی  چې  موخه  یې د  لویدیځ، لویدیځ پالو این جیوګانو،روڼ اندو  او  پاکستانی رسندویو خوشحالول  وو.که  څه  هم  په دغې  بیانیې  کښې  په  عمومی  ځای  کښې  د  اعدام  په باره  کښې  ګونګه  وه  خو  دا  پکښې  راغلی  چې  د  سختې  سزا  پر ځای  باید  یقین والی  ته  پام  وکړل شی.د دغې  بیانیې  په  لوستلو  سره  هر  څوک  دا  فکر  کوی  چې  د  سزاګانو  له  سختوالی  او  دروندوالی  د اسلامی نظریاتی  کونسل موخه  څه  ده؟

د  مقالې  لیکوال  په  دې  اړه  د اسلامی نظریاتی شورا  د  څو  کسانو  نظر  پوښتلی،چې  په  وینا  یې   هغوئ  په  خپله  هم  حیرانه  وو چې  دا  څه  پیښ  شوی  دی؟ټول  ډیر  ښه  پوهیږی  چې  لویدیځ  او  لویدیځ ځپلی  پرګنه  د اسلامی   سزاګانو  په  باره  کښې  څه  وائی؟ په  ورپسې  ورځ   په  ورځپاڼو  کښې  دا  خبر  خپور  شو  چې  اسلامی نظریاتی کونسل   د  عوامو  په  وړاندې  له  پانسی کولو سره  خپل  مخالفت  څرګند  کړی،خو  د  دغې  شورا  مشر  د  مقالې  له  لیکوال  سره  په  کتنه  کښې  دغه  خبر  دروغ   وباله  او  ویې ویل:مشرانو جرګې  دغه  پوښتنه  له  شورا  کړې  وه  چې  د  خلکو  په  مخکښې  د  اعدام  لپاره  په  قوانینو  کښې  بدلون  ته  اړتیا  شته  چې  ورته  د  شورا  ځواب  هم  دا  دی  چې  د  موجودو  قوانینو  له  مخې  په  عمومی ځایونو  کښې  پانسی کیدلای  شی  او  هیڅ  کوم  خنډ  نشته.       د اسلامی نظریاتی شورا مشر  زیاته  کړه:که  کوم  خنډ  شته  هغه  د  سترې  محکمې  هغه  فیصله  ده  چې  پکښې  د  عمومی  خلکو  په  وړاندې   پانسی کول منع  کړای  شوی  وو.د  مقالې  لیکونکی  د  بیانیې  په  اړه  د شورا  له  مشره  پوښتنه  وکړه  او  هغه  په  ځواب  کښې  وویل:شورا  به  یوازې  د  اسلام  خبره  کوی. د  مقالې  د  لیکوال  په  وینا،  د  اسلامی  نظریاتی  شورا  مشر  ټینګار  وکړ  او  دا  ډاډ  یې  ورکړ چې  هغه  ځواب  به  پوره  روښانه  وی  چې  شورا  به  یې  مشرانو جرګې  ته  ورکړی.

د  مقالې  د  لیکوال  په  وینا،په  پاکستان  کښې  اسلامی  نظریاتی  کونسل د یوې  مرجع  او  مفتې  حیثیت  لری  خو  دا  هیله  یې  څرګنده  کړه  چې  د  پاکستان  په  نظام  کښې  به د دغه  مفتی  رول  د  سعودی عربستان  د  رول  په  شان  نه  وی.

د  وییلو  ده  چې  یو  وخت  د  لویدیځ  د  خوشحالولو  لپاره  په  پاکستان  کښې د  اعدامولو  او  پانسی کولو  سزا  بیخی  درول  شوی  وه.