د امریکا ولسمشر ټرامپ ، ایډم ټیلي د فوج وزیر وټاکه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i177632-د_امریکا_ولسمشر_ټرامپ_ایډم_ټیلي_د_فوج_وزیر_وټاکه
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دیکتاتور ولسمشر ټرامپ چې د ایران پرضد جنګ کښې یې سخته ماتې خوړلې ده ایډم ټیلي د پوځ د وزیر په توګه وټاکه.
(last modified 2026-09-04T02:49:29+00:00 )
Sep 04, 2026 06:03 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ټرامپ ، ایډم ټیلي د فوج وزیر وټاکه

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دیکتاتور ولسمشر ټرامپ چې د ایران پرضد جنګ کښې یې سخته ماتې خوړلې ده ایډم ټیلي د پوځ د وزیر په توګه وټاکه.

ایډم ټیلي د امریکا د پوځ په سول ورکس برخه کښې د وزیر مرستیال دی او هغه د استعفا شوي ډین ډرسکول پرځای ګومارل شوی دی.

د ویلو ده چې ډین ډرسکول له جنګ وزیر پیټ هګست سره د اختلافاتو په وجه استعفا ورکړې وه.

خو ځینې راپورونه وایي چې د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګست چې یو سرزوری، نالایق او بې منطقه وزیر دی ډین ډرسکول  له کاره لیری کړی و.

د امریکا د جنګ وزیر هګست د جنګ د وزارت ډیر قومندانان له کوم دلیل  پرته له کارونو لیرې کړي دي چې دغه چارې د امریکا د پوځ چارواکي غصه کړي دي.