بقایي: سیریک د امریکا د جګړې اصلي څېره څرګندوي
پارس ټوډې ــ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي دي چې د جګړې حقیقت او د امریکا د جنګي جنایت اصلي څېره په سیریک کې څرګندېږي.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په سیریک کې د امریکا د جنایت په غبرګون کې لیکلي دي:
«د دې انتخابي جګړې حقیقت او د جنګي جنایت اصلي څېره، په هغو انځورونو کې نه ده چې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوي او امریکايي چارواکي پکې د بریالیو اتلانو په توګه ښودل کېږي؛ بلکې حقیقت په سیریک کې دی.
هلته چې امریکا د خپلې ماتې د پټولو لپاره په یوه بېرحمانه او ناکامه هڅه کې، د واده مراسم په وحشیانه توګه بمبار کړل.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د ټیم اوبرایان له خوا د «هغه څه چې دوی له ځان سره وړل» له کتاب څخه په نقل قول سره ټینګار کړی دی:
«د جګړې یوه رښتینې کیسه هېڅکله اخلاقي نه وي؛ که یوه کیسه اخلاقي ښکاري، باور پرې مه کوئ.»