دپاکستان او امریکا اړیکې باید خرابې نشی
-
اوس دامریکا په شمول دنورو هیوادونو وار دی چې په خپلو دندو عمل وکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری په دې خبرې سره چې اسلام اباد دافغانستان په جنګ کښې دنورو هیوادونو د ماتی خوړلو ځواب ویونکی نه دی وویل د اسلام اباد او د واشنګټن اړیکې باید دافغانستان د مشکلاتو تر اغیز لاندې ورنشی .
هغه وویل دپاکستان دپوځ د ترهګرۍضد عملیات د ټروریسټانو د ټولو پټنځایونو دله مینځه تلو سبب شوی دی او اوس دامریکا په شمول دنورو هیوادونو وار دی چې په خپلو دندو عمل وکړی .
په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری وویل د دواړو هیوادونو اویا(۷۰) کلنې اړیکې په دایمی ډول له ټیټو هسکو سره مخ دی او دا لومړی(۱) ځل نه دی چې دوه اړخیزه اړیکې له ستونزې سره مخ کیږی .
اعزاز چوهدری دغه راز دافغانستان دکړکیچ دحل لارې په اړه هم وویل د افغانستان دکړکیچ د هواری لپاره دپاکستان وړاندیز دغه هیواد ته دعسکرو استول او لشکرکشۍ نه بلکې خبرې اترې دی .
په امریکا کښې دپاکستان دسفیر دغه څرګندونې په داسې حال کښې شوی دی چې په مالی او اقتصادی چارو کښې د پاکستان دلومړی وزیر شاهد خاقان عباسی سلاکار مفتاح اسماعیل هم پرون ویلی وو امریکا د ترهګرۍ د مالی ملاتړو په نړیوال فهرست کښې د پاکستان د نوم د شاملولو لپاره په هڅې سره ښودلی ده چې واشنګټن د اسلام اباد لپاره د ډاډ وړ شریک نه دی