د پاکستان پوځیانو دهند دعسکرو یوه پوسته ویجاړه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65685-د_پاکستان_پوځیانو_دهند_دعسکرو_یوه_پوسته_ویجاړه_کړه
زمونږ خبریال وایی دپاکستان پوځ د کشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کې د هندوستان د عسکرو ډزو ته په ځواب کې د هغوې یوه پوسته تباه کړه او پینځه (۵)حکومتی پوځیان یې هم ورته ووژل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2018 00:49 Asia/Kabul
  • د هند عسکرود ازاد جمو او کشمیر په یوه سرحدي کلي کښې دیوې ښوونځي په ګاډي حملې سره دهغه موټروان وژلی وو .
    د هند عسکرود ازاد جمو او کشمیر په یوه سرحدي کلي کښې دیوې ښوونځي په ګاډي حملې سره دهغه موټروان وژلی وو .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان پوځ د کشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کې د هندوستان د عسکرو ډزو ته په ځواب کې د هغوې یوه پوسته تباه کړه او پینځه (۵)حکومتی پوځیان یې هم ورته ووژل .

دپاکستان دپوځ د عمومی اړیکو ددفتر(ISPR) مشر اصف غفور وویل کله چې زمونږعسکرو د کشمیر دکنټرول  کرښې په اوږدو کښې دهندوستان دعسکرو پوسته چې ازاد جمو او کشمیر په جنوبی کوټلې  کښې په ټاټا پانی سیمه کښې یې په بې ګناه خلکو حملې کوی تباه کړه  نو پینځه(۵) عسکر پکښې مړه او یوشمیر نور ژوبل شول .

هغه وویل د بې ګناه خلکو پرضد د هندوستان ترهګرۍ ته به  غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شی .

دپاکستان د پوځ لخوا دهندوستان د عسکرو دیوې(۱) پوستې دتباه کولو چاره په داسې حال کښې ترسره شوی ده چې د هند عسکرود ازاد جمو او کشمیر په یوه سرحدی کلی کښې دیوه (۱) ښوونځی په ګاډی حملې سره دهغه موټروان وژلی وو .