ترهګر په افغانستان کښې خوندی مرکزونه لری
-
امریکا، افغانستان او هند تل وايي پاکستان د ترهګرو ډلو بشپړه پوځي او مالي ملاتړ کوي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا دجرمنی په میونیخ(Munich) ښار کښې امنیتی کانفرنس ته په وینا کښې وویل د ترهګرو منظمې اډې په پاکستان کښې نه دی بلکې ټروریسټان په افغانستان کښې خوندی مرکزونه لری .
هغه وویل پاکستان په ویاړ سره وایی چې القاعده ، طالبانو او جماعت الاحرار ډلو ته یې ماتی ورکړی ده .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا وویل هیواد له ترهګرو څخه ژغورل شوی او په پاکستان کښې د ترهګرو هیڅ منظمه اډه او مرکز نشته .
هغه وویل په افغانستان کښې د ټروریسټانو مرکزونه شته او له هغه ځایه په پاکستان حملې کیږی .
د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا وویل د افغانستان او د پاکستان خاوره باید د یوبل پرضد استعمال نشی .
هغه له خلافت وروسته د جهادایزم په موضوع غور سره وویل د ځان کنټرول کول ترټولو ښه جهاد دی او زیاته یې کړه چې پاکستان په تیر میلادی کال کښې دترهګرو پرضد د ردالفساد پوځی عملیات پیل کړی وو .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا وویل د هیواد شیعه او سنی علماو د مذهب په نوم د روانې ترهګرۍ پرضدفتوا ورکړی ده .
امریکا، افغانستان او هند تل وایی پاکستان د ترهګرو ډلو بشپړه پوځی او مالی ملاتړ کوی او په دغه هیواد کښې د ټروریسټان د روزلو او د وسیدو ستر مرکزونه شته خو اسلام اباد دغه تور ردوی .