دپاکستان سترې محکمې بیا دنوازشریف پرضد رایه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66063-دپاکستان_سترې_محکمې_بیا_دنوازشریف_پرضد_رایه_ورکړه
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان سترې محکمې(Supreme Court) په یوه(۱) حکم کښې پخوانی وزیر نوازشریف چې له کاره لیرې کړی شوی دی د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې له مشرۍ څخه څنګ ته کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2018 01:18 Asia/Kabul
  • دپاکستان پخوانی وزیر نوازشریف له خپلې میرمنې ، دوو(۲) زامنو او لور سره یوځاې په ډیرو مالي درغلیو او مالي فساد تورن دی .
    دپاکستان پخوانی وزیر نوازشریف له خپلې میرمنې ، دوو(۲) زامنو او لور سره یوځاې په ډیرو مالي درغلیو او مالي فساد تورن دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان سترې محکمې(Supreme Court) په یوه(۱) حکم کښې پخوانی وزیر نوازشریف چې له کاره لیرې کړی شوی دی د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې له مشرۍ څخه څنګ ته کړ .

د پاکستان دسترې محکمې(Supreme Court) د رایې پراساس نوازشریف چې  د مالی درغلیو په دلیل  له لومړی وزارت څخه څنګ ته کړې شوی دی د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې د مشرۍ صلاحیت نلری او ددغه ګوند دمشر په توګه نشی ټاکل کیدلای .

د پاکستان سترې محکمې (Supreme Court)دغه راز وویل د مسلم ګوند په نوازشریف څانګې د نوازشریف د مشرۍ په پړاو کښې د هغه  فیصلو هیڅ ډول اعتبار نه درلود او هغه کاندیدان چې د مشرانو جرګې سینا په راتلونکو انتخاباتو کښې دبرخه اخیستلو لپاره  دنوازشریف لخوا معرفی شوی دی باید د هغه  د ځاې ناستی لخوا یوځل بیا د مشرانو جرګې دانتخاباتو په سیالیو کښې دګډون اجازه ترلاسه کړی .

د روان میلادی کال په جولاۍ میاشت کښې د پاکستان د عمومی انتخاباتو او د مشرانو جرګې د ټاکنو د ترسره کیدا په درشل کښې د سترې محکمې(Supreme Court) په  راې سره د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې حالت له جدی مشکل سره مخامخ شوی دی .

د پاکستان سترې محکمې(Supreme Court) د روان میلادی کال په جنورۍ میاشت کښې نوازشریف د مالی درغلیو په تور له لومړی وزارت څخه لیرې کړی وو .

دپاکستان پخوانی لومړي  وزیر نوازشریف له خپلې میرمنې ، دوو(۲) زامنو او لور سره یوځاې په ډیرو مالی درغلیو او مالی فساد تورن دی .